ننګرهار: بهرنیو قواوو په عملیاتو کي یو ۱۵ کلن هلک ووژلو
نن ټکی آسیا: نن په کابل کي د بهرنیو قواوو ایساف رسنیز مرکز خبر ورکړی دی، چي تیره ورځ ددوی ځواکونو د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کي د طالبانو د یو تن قوماندان پر ضد عملیات وکړه، چي په ترڅ کې یو تن ماشوم ووژل شو.
خبرپاڼه وايي چي د وروستنیو څیړنو څخه دا مالومه سوله چي وژل شوی کس یو ۱۵ کلن هلک او ملکي وګړی وو.
ایساف زیاته کړي چي دوی پر دغه پيښي ډیر خواشیني دی، او د افغانستان دولت، خلکو او د وژل شوي ځوان د کورنۍ څخه بخښنه غواړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه ویلي چي بهرنیو قواوو د حصارک ولسوالۍ په لاجګړ کلي کي د عامو خلکو پر کورنو چاپه ووهلو چي په ترڅ کې د بلال په نوم یو هلک چي د اول ګل زوی وو، ووژلو.
د یادوني وړ ده چي دوه ورځي ترمخي هم په دغه ولایت کي بهرنیانو یو تن پولیس او یوه ۱۲ کلنه انجلۍ په خپلو ورته عملیاتو کي وژلي وه.