ټولنیزه برخه

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

حامد افغان

(1) ګټوره نسخه

یو ځوان یوه عالم ته وررغی ورته کړه یې: له الله نه د لیري والي ناروغي مي کړوي .. ستا سره زما د دې ناروغي درمل شته؟ عالم ورته وویل: د دې ناروغي له پاره د نبوي طب یوه غوره نسخه راته معلومه ده، که یې په مخلصانه توګه وکاروي ستا ناروغي به خامخا له منځه وړي، ځوان په عقل، زړه، سترګو او غوږونو سره ورته متوجه شو او زیاته یې کړه: الله دي پخپل رحم کې پټ کړه راته وایه! عالم ورته وویل:

د اخلاص عرق
د صبر د ونې پاڼې
د تواضع نښتېځلې اوبه
دا دريواړه د تقوا په لوښي کې واچوه
د الله د ویرې اوبه ورګډې کړه
د درد په اوبو کې یې وخوټوه
الله ته د توجه په غلبیل کې چڼ کړه
د صدق او رښتیا په رغوي یې خوره
د استغفار د شربتو غوړپ ورسره کوه
او له حرص او طمعې ځان لري کړه.

دا ستا د خطرناکې ناروغي له پاره ګټوره او تجربه شوې نسخه ده. او ګوره ستا ناروغي (له الله نه لیري والی) اوس ډیره شوې ده، کوښښ کوه دا نسخه نورو ناروغانو ته هم ورسوه.

(2) د الله په نزد څه شی وزن لري؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: بې شکه د قیامت په ورځ به غټ او مزی سړی راوستل شي چې د مياشيي د وزر هومره وزن به نه لري. له دې وروسته رسول الله دا ایت تلاوت کړ: فَلا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا. یعني د اخرت په ورځ به دوی ته تله نه ږدو. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : إِنَّهُ لَيَأْتِي الرَّجُلُ الْعَظِيمُ السَّمِينُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لا يَزِنُ جَنَاحَ بَعُوضَةٍ، ثُمَّ قَرَأَ فَلا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا. سورة الكهف آية 105 . متفق عليه.

د حدیثو شارحین وایي: له لوی او مزیوالي نه مراد د منصب او نسب لويوالي ده او هغه چې په نعمتونو او خوندونو کې غټ شوی او چاغ شوی وي، دا ډول خلک اکثره کبرجن او د الله له دین سره یې اړیکه بيخونده وي نو دا لوی والی او غټوالی به یې د الله په نزد د مياشيي له وزر نه هم سپک او بې ارزښته وي. مطلب دا شو چې د الله په نزد تقوا او دینداري وزن او ارزښت لري منصبونه، نسبونه، حیثیتونه او غټ بدنونه د هغه په نزد وزن او ارزښت نه لري.

(3) کیسه ګۍ

يحيی اللیثي رحمه الله د امام مالک رحمه الله په درس کې ناست و، د باندي چا فیل راوست د امام مالک ټول شاګردان د فیل لیدلو ته ور ووتل، یو یحیی ور ونه ووت، مالک ورته وویل: په اندلس کې خو فیلان نشته ته ولي نه وروځي؟! ده ورته وویل: زه له خپل هیواده تاته راغلی یم چې علم درنه زده کړم او سمه لاره راوښیې د فیلانو لیدلو ته نه یم راغلی، امام مالک ته یې خبرې ډېر خوند ورکړ او “د اندلس د خلکو هوښیار ” لقب یې ورکړ. [وفيات الأعيان].

په دې ‫کیسه ګۍ‬ کې د طالب العلمانو او محصلینو له پاره لوی پندونه او عبرتونه نغښتي دي، فتأمل.

(4) عاجزي

په هر مجلس کې چې په عاجزي سره کښېنستی یم له هغه مجلس نه دروند او په عزت کې ولاړ شوی یم، او په هر مجلس کې مي چې په غرور او تکبر سره ګډون کړی ده له هغه نه سپک وتلی یم. امام ابو یوسف رحمه الله.

(5) دعا قبلوونکی وپیژنئ

له یوه هوښیار نه چا پوښتنه وکړه چې داسي څوک پیژنې چې دعاوې یې قبلیږي (مستجاب الدعوات)؟ هوښیار ورته وویل: نه داسي کس نه پیژنم، خو هغه څوک پیژنم چې دعاوې قبلوي .
که له الله جل جلاله سره څوک په اړیکو کې رښتينی شي مخلوق ته به هیڅکله اړ او احتیاج نه شي. او د هوښیار د خبرې مطلب دا ده چې په هغو خلکو پسې منډي مه وهئ چې دعاوې یې قبلیږي یعني’مستجاب الدعوات’ وي بلکي باید دعا قبلوونکی وپيژنو او له هغه سره د اړيکو ټینګولو کوښښ وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

خدای د خیر درکړی دداسی مطالبو په لیکلو سره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x