افغانستان

جاپان او نړیوال روغتیايي سازمان له افغانستان سره په روغتيايي برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): جاپان او نړیوال روغتیايي سازمان له افغان حکومت سره له نري رنځ سره د مبارزې لپاره د دوولسو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

دغه دوولس میلیونه امریکايي ډالر چې شاوخوا اوه سوه میلیونه افغانۍ کېږي، په افغانستان کې د نړیوال روغتيايي سازمان او د جاپان نړیوالې همکارۍ ادراې «جایکا» په وسیله لګېږي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر هیروشي تاکاهاشي وویل، چې د جاپان نړیواله روغتیايي اداره «جایکا» له ۱۹۷۲میلادي کال راهیسې د نري رنځ په برخه کې مرسته کوي.

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده، چې ستړیا، د وزن بایلل، تبه، بې اشتهايي يې نښې ګڼل کېږي، یواځې په ۲۰۱۲میلادي کال کې په نړیواله سطحه شاوخوا ۳،۱ میلیونه وګړي له منځه تللي دي.

جاپان په داسې حال کې له افغانستان سره د دوولس میلیونو په ارزښت روغتيايي مرسته کوي، چې لا هم په افغان حکومت کې د فساد کچه لوړه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x