
په کابل کې د کمپیوټر، سمارټ ټلیفون او پاڼو چیک؛ د بریدګرو مخنیوی
لیکوال: نظر محمد مطمئن
نن ورځ د نومبر ۳۰مه ۲۰۱۴، کابل ښار کې سخت امنيتې تدابیر نیول شوې، په هر چوک کې د بېلابېلو امنیتې ادارو کسان ولاړ دي، دومره سخت چیک او تلاشي کوي چې مايې ساری له دي مخکې نه ؤ لیدلی، د موټر څخه خلک کښته کوی البته هغه موټر چې دوی د دریدو او ګوښه کيدو امر ورته کوی، د خلکو د تلاشي سربیره د لومړی ځل له پاره ما ولیدل چې د کمپیوټرونو چیک د موټر د بانټ پر سر ورته کوي، او دا ډول سمارټ موبایل ټلیفونونه او کاغذونه په دقت سره ګوري.
مګر له دي ټولو کارونو سره سره، هغه بریدګر چې د کابل ښار ته داخلیږی هغه په سراچه موټر، کښته ماډل کرولا موټر او يا عادي خلکو سره نه شي پيداکیدای.
ښه داده چې ددغو پېښو او نا امنې د مخنیوي اصلې سرچينې حکومت وپېژنې، اصلې سرچینه جنګ او د دولت د خلکو نا سم چلند او په ټوله کې د ټولو بدبختیو زېژنده د بهرنیانو شتون دی، د امنيتې تړون لاسلیک په دغه اور باندي دپټرولو شندل ؤ چې اور بیا هرڅوک سوځوي خپل او پردی نه پېژندي.
که دغه ډول تلاشې روانه وې، بیا نو د کابل ښار ته سړی ښار نه شې ویلای، دا يوه جنګې قلعه ده، او باید حکومت اعلان وکړي چې خلک له خپلو کورونو څخه راونه وځې، ترکومه وخت پوري به حکومت د دومره درنو مصارفو توان ولري، بل داچې په دغه ډول کړنه يواځي د کابل ښار اوسیدونکو ته ستونزه جوړیږې، زه باوري یم چې د عام ولس تلاشې کول د امنیت ستونزه نه شي حل کولای.
هو ښه ده زموږ د کابل هستوګنو له پاره ښه ده چې امنیتې تدابیر ونیول شې، مګر دلته نږدې ۵ ميلیونه خلک اوسیږي، د کابل ښار ډیری اوسیدونکي دولتې مامورین دي، هغوئ کارونو ته په کوچنیو او لویو موټرو کې سهار مهال ځې او بیا مازیګر مهال بیرته کورونو ته ځي، مګر د مؤسیسو او شخصې ادارو کارکوونکي بیا کوچني ډول ډول موټران کاروې، هغوئ ته به ستونزمنه وي چې هره ورځ دفتر ته د تګ پرمهال ددغه ډول کلکو تلاشیو سره مخ وي.
بیا داسي هم نه ده چې يوځال دې د کوم نفر تلاشې واخیستل شې، دهغه کمپیوټر،دفترې او شخصې کاغذونه او سمارټ ټلیفون دې چیک شې، بل ځای دي بیا دده تلاشې نه اخستل کيږي، د تلاشي او چیک کوم زرغون ټکټ هم نه ورکول کيږي.th
د طبې څيړنو د پوهانو له نظره ددغه ډول سختې تلاشې، د امنيتې چارواکو ډیروالی او دهغوئ وسله په لاس، ګوته په ماشه چلند تر ډیره بریده پر ماشومانو او میرمنو روحې فشار لرلای شي، او دماشومانو او میرمنو حقونه هم په کې خوندې نه دي.
تر ډیره ددغه ډول تلاشيو زور تر هغه چا ایستل کيږي چې افغاني کالي يې اغوستې وي، لنګوټه يې پر سر وي، او يا خو يې ژیره پر مخ وي. مګر دا هم سمه قضاوت نه دی چې سړی ووایې چې هغه خلک نه تلاشي کيږي چې لوکس دریشې يې اغوستې وي، ژیره او بریت هر سهار ماشین کوي. ولي زما هدف دادی چې که دغه لړۍ دوام وکړي، ستونزه به تر ډیره اولنیو کسانو ته متوجه وي.
زموږ هیله ده چې افغان دولت او بهرنیان د ستونزې اصلې سرچينې ته متوجه شې هغه په هیواد کې روانه جګړه ده، د بهرنیانو شتون او د امنیتې تړون لاسلیک دي.
هو که په کابل کې په عامو اوسیدونکو د ژوند کولو شرایط سخت کړل شي، بیا به سواداګر او عام کسان له کابل څخه وتلو ته زړه ښه کړی، او کابل ته د ننوتلو تلوسه به نه کوي، کټ مټ د استاد برهان الدین رباني د وخت حالت به وي، په هغه وخت کې په خیرخانه کې يواځې تاجک وروڼه ؤ، کوټه سنګې کې هزاره وروڼه ؤ، چهار اسیاب او کارته نو کې پښتون ؤ، د بالاحصار سېمه کې د دوستم ملیشې وي.Afghanistan-2
پښتون او تاجک د هزاره توکم اړوند سېمو ته نه شو تلای او هزاره د پښتون او تاجک سېمو ته نه شو تلای.
د وخت په تیریدو به هغه امنيتې کسان چې پښتو وايې هغوئ به له پښتنو سره په تلاشي کې اساني کوی، تاجک به له دري ژبو سره سختې نه کوي، ازبک او هزاره به د خپل قوم له خلکو سره په تلاشي او چیک کې اساني کوي. معلومیږې چې دامنیت راوستلو له پاره دغه کړنه کارنده او دوامداره نه ده، زموږ له دولت څخه هیله ده چې پر داسي پلان کار وکړې چې افغان ولس ته تلپاتې سوله او امنیت راوستل شي.
شنونکې په دې نظر دي چې د کابل امنيتې حالت به ورځ تر بلې بد شې، او ډیری هغه بې پرې کسان چې اوس په کابل کې ژوند کوې هغوئ ته به هم په کابل کې د اوسیدو له پاره ستونزې پيداکړل شي، که دغه ډول حالت دوام پيداکړي، بیا به په کابل کې يواځې دولت او امريکا پلوه خلک د اوسیدو له پاره د خپلو مجبوریتونو له کبله پاتې وې، او نور کسان به له کابل څخه د وتلو له پاره زړه ښه کړي.
د تلپاتې سولې، امنیت او د يو بسیا او پياوړي افغانستان په هیله
لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن
دخبریال څخه په مننه