افغانستان

واشنګټن پوسټ: طالبانو پلازمېنه کابل کې بهرنيو عسکرو او حکومت ته خپل زور وښود

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د نوي حکومت په راتلو طالبانو پلازمېنه کابل کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او د دغو چاودنو پر مټ بهرنيو عسکرو او کابل حکومت ته خپل زور ښيي.

ورځپاڼه زياتوي، د طالبانو د ديارلس کلن مقاومت راهيسې په دې وروستيو کې يې کابل کې خپلو بريدونو او چاودنو ته د پخوا په پرتله ډېر زور ورکړی دی.

طالبانو تېره ورځ ماذديګر د کابل کارته سه سيمه کې د بهرنيانو پر يو ميلمستون بريد وکړ، چې تر ماخوستن ناوخته يې دوام وکړ.

طالبان وايي، چې بريد يې د عيسويت خپرولو پر يو مرکز کړی او ګڼو بهرنيانو او کورنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنګي وايي، چې په دغه بريد کې د دريو بريدګرو په ګډون دوه بهرنيان او يو افغان وژل شوی دی.

واشنګټن پوسټ زياتوي «د طالبانو وروستيو بريدونو بهرني عسکر او افغان حکومت ډېر سخت وارخطا کړي دي.»

د افغانستان لرو پروتو سيمو کې د واورو او سړې هوا له امله طالبانو د خپلو بريدونو او چاودنو زور پلازمېنې کابل کې ډېر کړی او غواړي، چې نوي حکومت او بهرنيو عسکرو ته وښيي، چې دوی کولای شي، چې کابل هم هر وخت او هر ځای وغواړي، خپل بريدونه او چاودنې وکړي.

واشنګټن پوسټ د افغان ژورناليست عصمت الله کوهسار له قوله ليکي: «دې ورځو کې کابل د جګړې لومړۍ کرښه ده او د تېرو دوو اوونيو په ترڅ کې طالبانو ديارلس لويې چاودنې کړي دي.»

واشنګټن پوسټ ليکي، چې د زرګونو کورنيو اوبهرنيو عسکرو په شتون کې بيا هم طالبان په ډېره اسانۍ خپل بريدونه او چاودنې کوي، مګر دې وختونو کې به طالبانو ته دا ناشوني وي، چې کابل په بشپړه توګه ونيسي.

د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو ريس استاد طلعت رميح

د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو ريس استاد طلعت رميح وايي، چې طالبان کولای شي د ارګ د امنيتي کمربند په ګډون د کابل هر ځای کې بريدون وکړي، مګر ستراتيژيک فکر وايي، که طالبان په دې هم وتوانيږي، چې کابل ونيسي، بايد دا کار ونه کړي، ځکه طالبان پوهيږي، چې تر څو د بهرنيو عسکرو هوايي بريدونو او بمبارۍ وي، د کابل نيول د طالبانو په ګټه نه دي.

talat r
د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو ريس استاد طلعت رميح

وېروونکی حالت

د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې طالبانو د هېواد ختيځ، سويل او شمال کې د خپلو بريدونو چاودنو پر مټ ډېرې سيمې نيولي او دې ورځو کې يې کابل کې هم د پخوا په پرتله خپل نظامي فعاليتونه زيات کړي دي او د ګڼو امنيتي پوستو سربېره هم دوی د کابل په مهمو ستراتيژيکو او ديپلوماتيکو سيمو کې بريدونه او چاودنه کوي.

د استقلال روغتون يو نرس حميدالله جان واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې د تېرو دوو اوونيو راهیسې هره ورځ کابل کې لږ تر لږه يوه چاودنه کيږي.

حميدالله زياتوي «زه چې هره ورځ له کوره وځم، نو دا ډاډ نه لرم، چې بېرته دې ژوندی راوګرځم او حالات ډېر وېروونکي دي.»

وروستي اټکلونه وايي، چې د طالبانو بريدونه چاودنې دوه چنده زياتې شوي او د روان کال راهيسې يوازې کابل کې لږ تر لږه اتيا لويې چاودنې او بريدونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x