افغانستان

د غزني ځینې ولسوالۍ د ولایت په مرکز کې هم نه دې خوندي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): په غزني کې د نا امنیو له امله د دې ولایت ګڼې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، چې دولتي ادارې يې د غزني په ښار کې په ودانیو او د هوټلونو په اطاقونو کې فعالیت کوي.

د غزني د ګېرو، ناوې، اجرستان او اب بند ولسوالي اداري غړي په مرکز غزني کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه په هوټلونو کې خونې لري.

د ګېرو ولسوالي د پناګيرو د کلي یوتن اوسېدونکی وايي چې د دوی د ولسوالي ولسوال او نورې ټولې دولتي ادارې په مرکز غزني کې فعالیت کوي.

نوموړی وايي چې که څوک تذکره اخلي نو مجبور دي چې د ټاپې او لاسلیک لپاره په «ناوه هوټل» کې د ګېرو د ولسوال پوښتنه وکړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د زنخان او رشیدانو غبرګې ولسوالۍ د غزني ښار ته څېرمه په روضه کلي کې په پوستو کې مېشتې دي.

د دې دواړو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د دوی ولسوالان د سیمې خلکو ته خپل اطاقونه نه ورښيي او په پوستو کې چې د ولسوالیو نومونه پرې اېښودل شوي دي، د خلکو غږ نه اورېدل کېږي.

پر دې سربېره د روضې کلي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالیو له راتګ سره د دوی کلي ته جنګ راغلی او په خبره يې دا د سولې سیمه يې په جګړه اخته کړې ده.

د دې سیمې د اوسېدونکو له قوله په اوونۍ کې یوځل یا د زنخان یا هم د رشیدانو د ولسوالي په پوسته برید کېږي، چې دولت يې د مخنیوي توان نه لري.

د غزني دولتي مسوولین دا مني چې د زنخان او رشیدانو ولسوالي نا امنه دي خو د ولسوالیو د لېږد خبره ناسمه بولي.

خو د سیمې وګړي وايي چې د ولسوالیو په تعمیرونو سپین بیرغونه رپېږي او دولت هیڅ واک نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې د غزني ولایت په مقر، ګیلان، او اندړو ولسوالیو کې هم خلک د ستونزو د حل په موخه خپلې دعوې په سیمو کې مېشتو طالبانو ته وروړي، چې دولتي ادارو ته یواځې د تذکرو ټاپې او لاسلیک کار ورپاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x