افغانستان

په لښکرګاه کي افغان پولیس څلورو بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي

British_Soldiers_Killedنن ټکی آسیا: په کابل کي د بهرني ځواکونو ایساف رسنیز مرکز د خپلو دوو تنو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کي چي نن نشر شوی، ویل شوي دي، چي د افغانستان په جنوب کي د ډزو له امله د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.

که څه هم خبرپاڼي ددې پيښي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي يي دي چي دغه پيښه دوی تر تحقیقاتو لاندي نیولي ده.

ایساف دا نه ده څرګنده کړې چي پيښه په دقیقه چیري را منځته شوي ده، خو ځیني سرچیني وايي چي نن مازیګر د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي د یوه پولیس په ډزو څلورو بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده.

تر اوسه دا معلومه نه ده چي دغه پولیس به له کومي وجي پر بهرنیانو ډزي کړې وې خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نن ټکی آسیا سره په مرکه کي ویلي وو، چي دوی په دې توانیدلي چي د ملي فوځ او پولیسو په لیکو کي خپل زیات شمیر سرتیري ځای پر ځای کړي، هغه دې خبري ته هم اشاره کړې وه چي په ملي اردو او پولیسو کي ډیر داسي نور کسان هم سته چي د بهرني ځواکونو د یرغل سره ډیره کرکه لري.

د یادوني وړ ده چي تیره میاشت په کابل کي په یوه ورته پيښه کي یو افغان پیلوټ ۹ تنه بهرني چي اته يي عسکر وه، په ډزو وژلي وه، او دهغه تر مخه په فاریاب کي هم یوه تن عسکر دوه تنه بهرني افسران وژلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x