نظــر

شوراب او تکبیري شور

طارق بدر

دلته تر سرونو سپینې ټوټې تاو شوې، هلته د کمپیوټر په سکرین کلیک وشو، دلته تر سرونو کلیمې تاو شوې او ایماني جذبه ژبغړانده شوه، هلته ګیلاسونه سره وشرنګېدل، نشه شول. دلته د تکبیر غږونوته پرېښتې مسکۍ شوې، هلته د شهوت په وحشت کې شیطان هم ګوته په غاښ شو. دلته د شهادت ګوتې تر ماشو ورسېدې، هلته د ګوتو ترمنځ سګريټونه وټومبل شول.

دلته:

یې د عصر خلیل ـ يې د عصر عمر
موږه لر یو، که برـ یو ستا پوځ ستا لښکر

هلته:
یار مې شرابي په نیمو شپو راځې ـ غېږې ته زما په زنګېدو راځي
دلته تنکۍ ځوانۍ د وحشت د ځالې د نړولو په تکل له الله جل جلاله سره په سوداګرۍ بوخت وو، دوی خپلې غوښې پلورلې او له الله جل جلاله يې پر بدلې باور درلود. هلته د انسانانو په جامه کې نغښتي حیوانات د حیوانيت د ښکاره کولو لپاره د ساعت تېرۍ پلمه وړاندې کوله.

دلته د نور په ټوټو کې نغښتې ځوانۍ وخوځېدې، هلته وحشتونه لا هم روان وو، د وحشیانو تر پښو لاندې نن د ملالې ټاټوبی ارام ښکارېده، نن د ایوب خان د لښکرو د قدمونو خاورې د کفر له سپېره پله بد نه وړل، نن يې داسې انګېرل چې د ایمان انساني مجسمې به پرې خپل مبارک قدمونه کېږدي، دغه پاکه خاوره به وخاندي دومره په زور چې د ایوب خان هډونه به خبر کړي، د حال په ژبه د خوښۍ په اوښکو کې ډوبه ووایي:
راشئ! سترګې خلاصې کړئ! تاسې به ویل چې بچیان دې نور نشته، تاسې به ویل چې ته به تل د هغه خړ بوټونه زغمي چې ستا په بې پتي پسې راغلي، راشئ! راشئ! د ایمان، انسانیت، قربانۍ تر ټولو لوړه نمونه وګورئ، راشئ!

لس داسې ځواني چې خدايي نور پکې له ورايه ښکاري د همدې خاورې په مخ پلونه ږدي او انسانیت په دښمنانو د انساني عدالت پلي کول خپله دنده بولي، دلته د لسو تکبیرونو ځوږ زرګونه غوږونه ناکراره کوي، زړونه دروي، همتونه يې بایلي او لسو تنو ته سلګونه جسدونه بې روحه غورځي. اې! دیوېشتمې پېړۍ په رزالتونو کې ډوبه ځوانه!!! راشه! راشه! داسې ایمان وګوره چې تر مرګه په خوښه، خندا او د غوښو په شیندلو تنکۍ ځوانۍ رسوي.
دا شوراب دی، دلته له څو کلونو وروسته دا خاوره سپېڅلي قدمونه ويني، دلته له څو کلونو وروسته دا خاوره بیا نارې کوي چې ایوب خان شته. دلته دا خاوره د دې ځوانیو دې قربانۍ ته وېړه خوله پاتې ده، دا ایمان په لفظونو کې نه بیانېږي، دا قرباني واړه فکرونه نشي درک کولای، دلته ایمان او ټانګ سره جنګېږي، دلته ټول هغه ړانده اوس ګونګي هم شول، چې دا قربانۍ به يې د اشخاصو لپاره بللې.

شورابه! نن وویاړه، نن وخانده نن دخوښۍ په اوښکو کې کټ کټ وخانده! نن د یوېشتمې پېړۍ د غوره انسانانو د قدمونو ویاړ لرې، نن له څو کلونو وروسته د تکبیر ملکوتې کرېږې اورې، نن له څو کلونو وروسته د زړه ټوټې وینې نن وخانده! نن دومره وخانده چې د ملالې قبر هم وویاړي، ملالې ته ووایه چې موږ لا ژوندي یوو، دلته لا ایمان شته داسې ایمان چې هډوکي شیندي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواجد

هو نن به د ملالي د قبر سه ضرور دا اواز را وتلي وي چي شاباش اي د وطن زمريانو نن مو د غيرت يو مثال ودروياو ايوب به هم دير خوشحاله سوي يي چي د اسلام لپاره دتن او مال قرباني
وركولو سه هم دريغ نه كوي .

الله دي جنتونه در نصيب كري طارق بدر صاحب دير په زره پوري مضمون دي
فجزاك الله احسن الجزاء .
الله دي زموز د پاكي خاوري دشمنان زليل او خوار وگرزوي امين

محمودالغزنوی

طارق صاحب مننه،،أالله ج-موپه خپله رضاونازوه ،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x