افغانستان

د ګډ حکومت دواړه مشران بلجیم ته روان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو د سرمنشي جیزن سټولټنبرګ په بلنه د ګډحکومت دواړه مشران د بلجیم مرکز بروکسل ته روان دي.

دغه خبره په کابل کې د ناټو د ملکي استازي د دفتر مطبوعاتي څانګې رسنیو ته کړې ده او ویلي يې دي چې د ګډ حکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله عبدالله به سبا په بروکسل کې د ناټو له سر منشي سره وګوري.
د سرچینې په قول اشرف غنی او عبدالله عبدالله به په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو او ایساف د مرستندویه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې هم ګډون وکړي.

دغه ناسته به د رروانې سه شنبې په ورځ د لېندۍ په یوولسمه ترسره شي، چې د ناټو د ملکي استازي د دفتر د ویاند له قوله اصلي موضوع به يې له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت وي.

پر دې سربېره د افغان ځواکونو د روزلو، پاللو، هڅولو او تقویه کولو په اړه هم خبري وشي.

تر دې وړاندې د ناټو لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د قانوني چوکاټ غوښتنه کوله، چې د سرچینې په قول له امریکا سره د امنیتي او ناټو سره د سوفا تړون په لاسلیکېدو دا چوکاټ په ګوتو ورغی.

د ناټو د ملکي ویاند له خولې د لېندۍ د یوولسمې په ناسته کې به ناټو د ګډ حکومت له مشرانو سره د اوږد مهاله همکاریو لپاره د کاري ډلې پر جوړولو هم خبرې وکړي او په خبره يې توافق ته به ورسېږي.

ټاکل شوې ده له دې سفر وروسته به دواړه مشران د یو پلاوي په ګډون د لندن کنفرانس ته سفر ولري.

د نوي حکومت له پیله تر دوو میاشتو ډېر وخت تېرېږي چې لا يې هم په اداري برخه کې د کابینې د اعلان ځنډ ستره سیاسي نیمګړتیا او د ضعف زورو ټکی بلل کېږي.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت مشر نیپال، تر هغه وړاندې پاکستان او تر هغه وړاندې چين ته هم سفرونه کړي و، چې ځینې سیاسي مبصرین يې له مسوولیتونو د تېښتې نمونه بولي.

د هېواد په پلازمېنه سربېره په ګڼو ولایاتو کې وروستیو نا امنیو ته په کتو ځينې مبصرین پر نوې ادارې د «دولت» اصطلاح اطلاق ناسم بولي او وايي چې له دوه میاشتې وخت وروسته پر بشپړې ناکامي سربېره دې اداري سیستم ته «دولت» ویل، حقوقي جواز نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

we belive AFGHAN NATIONAL GOVERNMENT BRING BIG CHANGE IN THE LIFE OF AFGHANS,THIS GOVERNMENT WILL MAKE BETTER LIFE FOR PEOPLES.
THIS GOVERNMENT WILL PUT HONEST,HI GH LEVEL EDUCATED PEOPLES IN EACH MINISTRY,IN ALL OFFICE CAPABLE LEADERS WHO CAN DO BETTER WORK FOR COUNTRY.
AFGHANS NEED TO INCREASE KNOWLEG IN AGRECALTURE,BUSINESS,EDUCATION IN ALL AREA,
SOON WILL AFGHANS HAVE GOOD ECONOMY,WOMEN LIFE
I BELIVE THIS GOVERNMENT DO MORE ATTENTION FOR EDUCATION OF WOMENS,
WE HAVE TO SUPPORT THIS NATIONAL GOVERNMENT,THIS IS REPRESENTATIVE OF AFGHAN NATION,WE HAVE TO SUPPORT AFGHAN POLICE AND AFGHAN ARMY.
THANK YOU

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x