افغانستان

ګډ حکومت مشران د کابېنې ویش پر سر موافقې ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشر اشرف غني ویاند وايي چې د نوې کابېنې پر سر دواړه مشران موافقې ته رسیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې د ګډ حکومت مشران د ټولو ۲۵ وزارتو د ویش پر سر په لاندې څلورو شرطونو موافقې ته رسیدلي.

لومړی: کابینه به په څو پړاوونو کې معرفي کیږي.

دوهم: نوي خلک به کابینې ته معرفي کیږي.

درېیم: د ټولې کابېنې له منځه به باید ۴ ښځې وي

څلورم: مسلکي وزیران به د وړتیا له مخې کابېنې ته معرفي کیږي.

د «ملي یووالي حکومت» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب رامنځته شو. د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني او اجراییه رییس د ستمبر پر نهمه لوړه وکړه او ژمنه یې وکړله چې د یوې نیمې میاشنې دننه به «مسلکي» کابینه معرفي کړي.

خو د شاوخوا ۲ میاشتو په تېریدو سره لا هم کابینه معرفي نه شوه او امنیتي چارواکي د وروستیو نا امنبو لامل هم د کابېنې نه جوړیدل ښيي.

[custom-facebook-feed]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x