کرزی او منموهن سنګ: د سولې د ټينګښت لپاره بايد ګډې هڅې وشي

manmohan_sing_with_karzai_in_kabul2011نن ټکی آسیا: نن د پنجشنبې په ورځ کابل ته د هندوستان لومړی وزیر په دوه ورځني سفر را ورسید، منموهن سنګ کابل ته د رارسیدو وروسته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کي د نومړي په ویاړ جوړه شوي غرمنۍ کي برخه واخیسته، دواړو مشرانو د افغانستان او هندوستان په اړیکو، په سیمه کي بدلونو، او افغانستان کي د سولي د ټنګښت پر مسلو او نورو قضایاو خبري وکړي.

د حامد کرزي او منموهن سنګ د لیدني، او د څرګندونو په اړه جمهوري ریاست نن یوه خبرپاڼه خپره کړې، چي نن ټکی آسیا یی د لا معلوماتو لپاره خپلو کتونکو ته کټ مټ نشروي:


د هند جمهوريت صدراعظم منموهن سنګ، نن د يوه رسمي سفر په موخه کابل ته راورسيد چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس حامد کرزي لخوا ورته د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د يو لړ رسمي تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلي وويل شو. د رسمي تشريفاتي مراسمو له پرځاي کولو وروسته دهند صدراعظم او ملګري پلاوي يې په هغه غرمنۍ ميلمستيا کې ګډون وکړ چې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهورريس لخوا د دوي په وياړ د جمهوري رياست د سلام خانې په ماڼۍ کې جوړه شوې وه. په دغه ميلمستيا کې پر هندي پلاوي سربيره د جمهوري رياست مرستيالانو، د سترمحکمې سرپرست او قاضي القضات ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو ريسانو، دکابينې او ملي شورا غړو، جهادي مشرانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو او په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او کور ديپلوماتيکو غړو ګډون کړي و. حامدکرزي په دغه ميلمستيا کې د هند صدراعظم او ملګري پلاوي ته يې د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ لرغونو اړيکو ته د اشارې په ترڅ کې وويل: د افغانستان او هندوستان خلکو د تاريخ په اوږدوکې يو د بل په وړاندې د محبت او صميميت د عالي احساس پر بنسټ خپلې اړيکې پاللي او د دواړو ولسونو ترمنځ راشه درشه د زرګونو کلونو اوږده سابقه لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ لرغونې فرهنګي، تاريخي او سوداګريزې اړيکې رامنځته شوي او ډير فرهنګي مشترکات مو پيداکړي دي. د هېواد جمهورريس وويل: له پيړيو پيړيو د افغانستان او مرکزي آسيا د سوداګريزو مالونو قافلې د افغانستان له درو تيرې شوي او د هند پراخو ځمکو ته رسيدلي دي او همدا راز د هندي مصنوعاتو او مالونو کاروانونه بيا هم زموږ دهېواد له لارو مرکزي آسيا او تر اروپا پورې تللي دي. حامدکرزي په دغه ميلمستيا کې د هند صدراعظم مخاطب کړ، وې ويل: په وروستيو کلونوکې د افغانانو دزده کړې لپاره د هندوستان د خلکو مرستې په تيره ستاسې جلالتمآب ځانګړې پاملرنه د قدردانۍ وړ ده او هرکال زرتنه افغانان د علومو او مهارتونو د زده کړې لپاره هندوستان ته ځي. ده وويل: د افغانانو د تعليم په برخه کې د هندوستان د مرستو د دې نوي پړاو ډير فارغان اوس زموږ د هېواد په اداره کې کارکوي او د ادارې پر ښه والي يې مثبت اغيز کړي دي. حامدکرزي وويل: په افغانستان کې له نويو بدلونونو سره سم په وروستيو نږدې لسو کلونوکې زموږ د دوست او د سيمې د ستر هېواد هندوستان اړيکې له افغانستان سره يو بل پرمختللي پړاو ته داخلې شوي دي. په دې پړاوکې هندوستان د جنګ ځپلي افغانستان د بيا جوړونې لپاره افغانانو ته ټينګ لاس ورکړ او په سخاوتمندانه ډول يې خپلې اقتصادي او بشري مرستې له موږ سره پيل کړې. د هېواد جمهورريس له نړيوال تروريزم سره مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وويل: افغانستان د خپلو خلکو په ټينګه اراده د خپل ملي ژوندانه يو نوي دوران پيل کړي دي. پر خپلو مټو او د نړيوالو دوستانو په همکارۍ د هېواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ پر چارو بوخت دي، مګر نړيوال تروريزم يوه داسې شومه پديده ده چې زموږ د خلکو، سوله، امنيت، ترقي او زموږ دبچيانو تعليم يې له جدي خطر سره مخامخ کړي دي، دهېواد ، د ترقۍ او پرمختګ له لاس ته راوړنو څخه د دفاع په لاره کې زموږ خلک هره ورځ قربانۍ ورکوي. له افغانستان سره سم پاکستان او هندوستان له دغه ډول جدي امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي. حامدکرزي وويل: موږ بايد دې حالت ته خاتمه ورکړو او خپلو خلکو ته سوله او امنيت راولو. دا هدف د درې واړو هېوادونو په ګډه همکارۍ تحقق موندلاي شي. جمهورريس وويل: موږ په افغانستان او سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره د خپلو پرله پسې هڅو په لړکې دخبرو، مذاکرو او تفاهم يو نوي پړاو پيل کړي دي. د سولې عالي شورا مو جوړه کړې ده چې په افغانستان کې د دايمي سولې د استقرار لپاره يې خپلې هڅې پرمخ روانې کړي دي. حامدکرزي وويل:افغانان پوره باورلري چې زموږ هندي دوستان په افغانستان کې د دايمي سولې او امنيت د داعيې ټينګ پلويان دي، د سولې دټينګښت لپاره زموږ د هر نوښت او هڅو ملاتړ کوي. بيا په دغه ميلمستيا کې د هند صدراعظم خبرې وکړې، ده او د ده ملګري پلاوي ته يې د افغانستان د خلکو له دروند هرکلي او تودې ميلمه پالنۍ څخه مننه وکړه او هغه يې په حقيقت کې د افغانستان د خلکو د لوړ فرهنګ يوه بيلګه وبلله. ده وويل: دا زما لپاره د ډير وياړ ځاي دي چې په يوه داسې شانداره ميلمستيا کې ګډون کوم او دا ډول بې مثاله ميلمستيا تجربه کوم. منموهن سنګ افغانستان ته د هندي پلاوي د راتګ له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل: دا يو تاريخي هېواد دي چې لرغوني کلتور لري. ده وويل: کله چې زه د هغو کسانو په سترګو کې چې زما شاوخواته ناست دي مينه، دوستۍ او صميميت وينم، نو دا احساس کوم چې نه يوازې يو ګاونډي هېوادته راغلي يم، بلکې له خپل يو ځانګړي دوست سره ليده کاته کوم. ده په دغه ميلمستيا کې ډاډ څرګند کړ چې هند د افغانستان د خلکو ګاونډي دي او د دغه هېواد د پراختيا په لاره کې به خپلو اقتصادي همکاريو ته دوام ورکړي. تاسو کولاي شيء د خپلې ټولنې دجوړيدو، د حکومتوالۍ د ښه والي او داقتصادي پياوړتيا په لاره کې د خپلو هڅو د پياوړتيا په لاره کې د هند پر همکارۍ باندې حساب وکړيء. د هند صدراعظم وويل: لکه څنګه چې د افغانستان بډايه عنعنه او فرهنګ ايجابوي موږ غواړو چې دغه هېواد د سولې، ډيموکراسۍ او ثبات لرونکي هېواد شي. ده، زياته کړه :موږ د سولې د ټينګښت په لاره کې د افغانستان د خلکو څخه په کلکه ملاتړ کوو. هند د افغانستان د خلکو د يووالي او برياليتوب غوښتونکي دي. منموهن سنګ وويل: افغانستان د حامدکرزي په مشرۍ لوړ قدمونه پورته کړي دي. جمهورريس حامدکرزي يو هېوادپال شخصيت دي چې د هېواد چارې يې په زړورتيا او ليوالتيا سره پرمخ بيولي دي. له هند سره د ده دوستۍ د هند د خلکو زړونه او فکرونه ترلاسه کړي دي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ يې يوه قوي همکاري رامنځته کړې ده . دغه سفر د افغانستان او هندوستان د خلکو د آرمانونو د تحقق په لاره کې يو پرمختګ دي. له ډيرو خنډونو سره سره چې زموږ په لاره کې شته خو که چيرې موږ له يو بل سره يوځاي و اوسو خپلو هيلو ته به ورسيږو. موږ بايد د راتلونکې په اړه ځواکمن ليد ولرو او د دغه کار د ترسره کيدو لپاره بايد په غوڅه توګه هڅه وکړو. دهند صدراعظم ټينګار وکړ چې موږ بايد د غه دوستي د خپلو ملتونو ترمنځ لا پياوړې کړو ترڅو په ټولو سطحو کې که هغه حکومتي دي او که غير حکومتي ددواړو لورو ترمنځ راکړه ورکړه ترسره شي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د