
کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): د کابل ولایت امنیه قومندان جنرال ظاهر د طالبانو وروستیو بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتللو له امله له دندې استعفا ورکړه.
طالبانو په تېرو ۱۶ ورځو کې پر بهرنیو ځواکونو، کورنیو عسکرو او د بهرنیانو پر میشتنځایونو ۱۱ سرتیري بریدونه او چاودنې کړي.
امنیتي چارواکي وايي چې د کورنیو چارو وزارت له جنرال ظاهر څخه استعفا غوښتې وه.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی د جنرال ظاهر استعفا تاییدوي او وايي چې تقریبا یوه اونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزارت له نوموړي څخه استعفا غوښتې وه.
نوموړي زیاته کړې چې جنرال ظاهر به تر دې وروسته د امنیه قومندانۍ دندې ته ادامه نه ورکوی.
نور جزییات وروسته
په دی ورستیو ورځوکی طالبانو داوښودله چی څومره قوت لری .آن تر دی چی دی دولت مهموچارواکو ترمینځ اختلافات مخپه ډیریدودی .البته لامل یی وروستۍ ناامنی ښودل شوی. ولی خلک اوزینی ناخبره مشران دی ته حیران دی چی دملی وحدت مشران ډاکټرغنی اوډاکټرعبدالله هیڅ عکسل عمل نه ښایی . زکه دملت تشویش مخ په ډیریدودی چی دملی وحدت حکومت هم په ناکامیدودی . وای سوزی هغه ځای چی هلته اور بلیږی.داپه نامه مشران یی څه فکر کوی خپله له اولادو سره په عیش او نوش کی ژوند کوی غم دخوارو افغانانو په سردی چی هم مری هم کړول کیګی دوی… نور لوستل »