سرنوشت: امنیتي تړون؛ کابل د جګړې لومړۍ کرښه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل):  له کابله خپرېدونکې سرنوشت  ورځپاڼې «د امنیتي تړون له برکته کابل د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شو» تر سرلیک لاندې پخپله سرلیکنه کې د سیاسي او پوځي مبصرینو تبصرې را اخیستې دي او ویلي يې دي چې له امریکا سره د تړون لاسلیک د ګټې پرځای دومره تاوان وکړ، چې پلازمېنه د جګړې لومړۍ کرښه شوه.

ورځپاڼه د چارو د شنونکي محب الله شریف له خولې لیکي چې له امریکا او ناټو سره شوي تړونونه د ملي ګټو له مخې نه؛ بلکې د شخصي ګټو په خاطر شوي دي.

شریف وايي امریکا د خپل اقتصاد او تبلیغاتو په زور داسې حال جوړ کړ، چې په خبره يې افغانانو د تړون لاسلیکول یوه اړتیا وبلله: «کله چې د امنیتي تړون خبره رامخ ته شوه امریکا په افغانستان کې خپله سیاسي، استخباراتي، رسنیزه او اقتصادي جګړه چټکه کړه او داسې حالت یې جوړ کړ چې افغانان د امنیتي تړون لاسلیک یوه اړتیا وبولي.»

وړاندې وايي چې تر څو افغان حکومت خپل مدیریت پیاوړی نه کړي، امریکا کله هم د افغانستان امنیت نه ساتي، په خبره يې «بلکه د خپلو لویو موخو لپاره به جګړه روانه ساتي.»

سرنوشت د پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل له خولې بیا لیکي چې طالبانو د تړونونو تر لاسلیک وړاندې ګواښ کړی و، چې که امنیتي تړون لاسلیک شي، دوی به جګړې ته زور ورکړي، امرخېل وايي چې طالبان پر دې پوهېدل چې تړون لاسلکېږي، ځکه خو د بریدونو لپاره چمتو ناست و.

امرخېل سرنوشت دا هم ویلي چې د نوي حکومت خپل منځي اختلافات او د واک پر وېش بوختیا د دې باعث شوه چې چارواکي له حالاتو ناخبره دي.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د وکیلې ارین یون له خولې لیکلي چې «لومړی ګمان کېده چې ولسمشر له امریکا سره امنیتي تړون ومني نو په څو ورځو کې به امنیتي حالت ښه او د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغیز ولري؛ خو داسې ونه شول.»

له امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته نږدې هره ورځ د یوې ـ دوو زورورو امنیتي پېښو له امله د کابل وضعه ګډوډه ده.

له امریکا سره امنیتي تړون په یوې مقدمې، شپږ ویشتو مادو او دوو ضمیمو سره تېره یکشنبه د ولسي جرګې په فوق العاده ناسته کې په یوه ساعت کې تایید شو.

له بله اړخه د سپینې ماڼۍ ویاند د ولسي جرګې له خوا د دې تړون د تایید هرکلی کړی او دا يې له افغانستان سره د همکاريو قانوني اوږدمهاله دوستي بللې.

په ولسي جرګه کې د دې تړون مخالفو وکیلانو د تړون موافق وکیلان پر دې ملامت وبلل چې دغه تړون يې د معاملې په بدل کې تاييد کړی دی.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي د تړون د مخالفو وکیلانو له ډلې څخه و، چې له رسنیو سره په خبرو کې يې د دې تړون تاييد د کفر تاييد او د کفر تاييد يې کفر وګاڼه.

طالبانو هم خپل وروستي بریدونه د امنیتي تړون د لاسلیک په بدل کې کړي دي او د دوی د خیبر عملیاتو په لړ کې د هلمند په پوځي پنډغالي شوراب کې اوږده جګړه هم د دې تړون د لاسلیک پر ضد بللې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د