fbpx

د ملي وحدت د آش پخولو طریقه- طنز

ژباړه : ذره بین

ضروري مواد

ــ اشرف غني او ډاکټر عبدالله د نړیوالو د خواست په اندازه

ــ څلور قاچوغې جنرال دوستم،محقق،محمدخان او سرور دانش

ــ د زلمي رسول،حنیف اتمر او فاروق وردګ لعاب په مناسبه اندازه

ــ د عطامحمد نور،احدي او زاخلیوال سره شوي غوړي په مناسبه اندازه

ــ د شکریې بارکزۍ،زهرانادري،بي بي ګل او شاګل رضایي مساله په مناسبه اندازه

د پخولو طریقه

اول وار اشرف غني او عبدالله د تقلب او اختلاس له ګندګۍ پاکوو او دحکومت په دېګ کې یي اچوو، بیا د نړیوالې ټولنې د۴ میلیارده مرستو اوبه پرې تویوو،دوستم،،محقق،خان محمد او سروردانش هم پرې وراضافه کوو، او دطالبانو او حزب اسلامي په ګرمو بریدونه ورته ښه جوش ورکوو.

کله چې د نړیوالو مرستو ډالر په جوش راغلل،احمدضیاء،علومي، خلیلي او صلاح الدین رباني پرې وراضافه کوو،او په استاد سیاف او عطامحمدنور ورته یوڅه حرارت ورکوو،ترڅو د ملي وحدت آش ښه مزه دار راشي،د ګل اغا شیرزي غوړي پرې ورتویوو، او دشکریې بارکزۍ،زهرا نادري او بي بي ګلې مساله هم مناسبه اندازه په کې خلالوو،دا وخت یي مالګه ګورو که برابره نه وه، د عالمي بلخي له نمکدانه لږ مالګه هم په کې اچوو.

وروسته ددې لپاره چې د ملي وحدت آش ښه خوشرنګه او خوشبویه راشي،د صبغت الله،پیرسیداحمد،منصور نادري او یونس قانوني لعاب ورباندې شیندو،د زلمي رسول او حنیف اتمر له خلال نه هم استفاده کوو او بیا ورباندې په ډیر احتیاط د زاخلیوال تاوده شوي غوړي ورزیاتوو،وروسته ورپسې څه موده د طالبانو د عملیاتو او بریدونو لمبه پریږدو ، ترڅو ښه پوخ شي،خو دومره باید پرې نه ښودل شي چې وسوزي یا اوبه وچې کړي.

ددم لپاره یي سر د اوباما او پوتین تر کمبله لاندې پیچواو تر یوه کاله د کابیني د تکمیل تروخته ورته انتظار کوو،کله چې یي د خوراک وخت راغی،د دیګ سرخلاصوو اودوزیرانو او والیانو پخې شوې غوښې په غوریو کې اچوو، په سر باندې د دموکراسۍ،جامعه مدنی،بشري حقوقو او دښځو دازادۍ سلات او شینلي ورشیندو ترڅو ښه ښایسته شي.

دا مهال نو د ملي وحدت آش خوړلو ته تیار دی، مګر افغانان یي که وخوري کیدای شي بد پرې ولګیږي،ځکه دا خوراک اصلا د امریکاد هاضمې او کولمو حالت ته په پام سره تیار شوی دی … نوش جانش

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د