ترافيکي پېښي په هلمندکي ديوې کورنۍ اته تنه ووژل

afghanistan-traffic-accident-2010-7-30-10-0-45دهلمند دترافيکو چارواکي وايي د کندهار،او هلمند ددوه لاري پر سر سراچه او ټېلر موټر سره جنګېدلي چي په ترڅ ک يې ديوې کورنۍ اته تنه وژل سويدي .

دهلمند د ترافيکو مدير سمونوال عبدالرحمان عزيزي دپنجشنې په ورځ رسنيو  ته وويل: دغه پېښه دکندهار، او هلمند تر منځ دلويي لاري پرسر ددوه لاري په سيمه کي رامنځته سوې .

عزيزي وايي پيښي  دوې مېرمني، څلورکوچنيان، موټروان او يوه بل تن وژلی دی .

دهلمند د ترافيکو مديريت وايي دموټروان ګړندي  تګ ددې لامل سو چي دغه پېښه رامنځته کړي .

دترافيکومدير وايي وژل سوي کسان ټول دسنګين ولسوالۍ اوسېدونکي او دحاجي بنګ دکورنۍ غړي وو

نوموړي دټکر لامل دموټروانانو بې پروايي وبلله .

عزيزي وايي دپېښي دڅېړلو لپاره دګرشک دترافيکو دمديريت چارواکي سيمي ته ورغلي دي او ټېلروالو موټروان يې له ځان سره وړي دي

دغه پيښه پداسي حال کي رامنځ ته سوې  چي وړمه ورځه  هم په لښکرګاه کي پوليسو يو عام وګړی په موټر وهلی وو چي په ترڅ کي يې دهغه يولاس او پښه له منځه تللي دي .

نثار احمد احمدي- لښکرګاه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د