
که ملا محمد عمر مجاهد ووژل شي …؟
لیکوال: عبدالرحیم (ثاقب)
د ننګرهار پوهنتون پخوانی رییس
له څه وخته راهسیي په رسنیو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر (مجاهد) د ژوند او مړینې په اړه شائعات خپریږي.
تيره اونۍ د کابل د ملي امنیت ویاند وویل چې هغه وفات شوی او د طالبانو ویاند بیا دهغه ادعاء په ټینګه رد او په غبرګون کې یې رسمي اعلامیه صادره کړه.
دا چې د دغو دواړو ادعاګانو له منځه کومه یوه ناسمه او کومه يوه یې پر حقیقت ولاړه ده زه هم غواړم د خپلو معلوماتو او شته قرائنو له مخې د موضوع په اړه خپله لیکنه په لاندې تورو پیل کړم:
د ملامحمد عمر (مجاهد) ذاتي طبیعت او سلیقه
د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د خپلې ذاتي سلیقې او طبیعت له مخې یو ځانګړی طبیعت لري، نوموړی ګوښه ګیره او په خپلو ټولو کړو وړو کې غیر متظاهر او غیر مرائي (نه ځان ښکاروونکی اونه ریاکار)شخصیت دی.
د همدې طبیعت له مخې نوموړی د خپلې واکمنۍ پر مهال هم له خپلو نیږدي انډیوالانو پرته په انظار عامه کې ډیر نه راڅرګندیده .
د طالبانو د اووه کلنې واکمنۍ پر مهال ملا محمد عمر مجاهد یواځې په څو محدودو او مشخصو عمومي محافلو کې راڅرګند شوی، چې له دغو محافلو څخه یوه هم په کال ۱۳۷۵ هجري لمريز کې د هیواد د ۱۵۰۰ دیني عالمانو لخوا د نوموړي د انتخاب او امیر ټاکلو محفل دی چې د کندهار ښار د مسلکي لیسې په انګړ کې ترتیب شوی و.
په دغه محفل کې د طالبانو مشر د هیواد د۱۵۰۰ عالمانو په محضر کې یو ساعته وینا وکړه چې په یوه برخه کې یې حاضر علماء داسې مخاطب کړل:
«اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې د حضرت رسول اکرم ص د وارثانو حیثیت لرئ، تاسو چې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږو راواچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی!
اي زما استاذانو درنو علماوو! که خدای مه کړه زما څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې ماته د استقامت او په سمه لاره د تللو لارښوونه کوئ، که چیري زما په مشرۍ کې د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا تقصیر رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او ماته يې د اصلاح په اړه څه نه وایاست د هغې پړه به د الله پر نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو ګریوان ته لاس در اچوم .»
د طالبانو د مشر دغه وینا هغه وخت د کندهار د شریعت غږ راډیو له لارې هم نشر شوه چې ښايي اوس هم دکندهار راډیو په آرشیف کې خوندي وي .
دغه محفل ته پر ځینو نورو خبري رسنیو سربیره د بي بي سي راډیو خبریال ښاغلي داود جنبش هم راغلی و او د طالبانو د مشر د بیعت د مراسمو رپوټ یې په ژوندۍ بڼه له بي بي سي پښتو سرویس څخه خپور کړ.
تر دې مراسمو تقریبا یوه اونۍ وروسته ملا محمد عمر مجاهد په هغو مراسمو کې هم علني ګډون وکړ کوم چې د کندهار ښار په پخوانۍ عیدګاه کې ترتیب شوی او د همدې مراسمو په ترڅ کې د خرقې مبارکې د متولي او نورو مشرانو لخوا ملا محمد عمر (مجاهد) ته مبارکه خرقه پر اوږو ور واچول شوه.
د خرقې مبارکې د ښکاره کولو د دغو مراسمو ترتیب د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا شوی و.
هغه مهال د ذیروحه تصویرونو پر اخیستلو بندیز او چاته اجازه نه ورکول کیده چې له دغو مراسمو څخه فوټوګرافي او یاهم ویډیويي انځور واخلي؛ خو د مراسمو له ګډونوالو څخه یو چا په پټه له ډیرې لیرې مسافې څخه د دغې صحنې یوتصویر هم اخیستي چې هماغه تصوير په انظار عامه کې د طالبانو د مشر د علني حضور یواځینی تصویر دی چې اوس هم د اکثرو رسنیو په ارشیف کې موجود دی.
په دغو مراسموکې چې د طالبانو د شریعت غږ راډیو لخوا یې وار ترمخه نیټه او وخت اعلان شوی وه پر کندهار ښاریانو سربیره د هلمند، روزګان او زابل ولایتونو په سلګونو زره خلګو ګډون کړی وه .
د کندهار ولایت د هماغه وخت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شریعت غږ راډیو ویاند ښاغلی محمد رحیم (رحیمي) چې اوس مهال غالبا د کندهار ولایت د پلان رئیس دی او همدا راز نور کارکوونکي لکه مدیرکمال الدین، بشیر او د شریعت غږ راډیو تخنیکي همکاران د دغو مراسمو ګډونوال او د دوي په مرسته یې خبري راپورتاژ هم د شریعت غږ له راډیو څخه نشر شو چې ښايي له نوموړو همکارانو سره اوس هم د موضوع په اړه کافي معلومات موجود وي.
په یادو مراسمو کې هر چا ته د ګډون عمومي اجازه وه چې له امله یې دومره زیات شمیر خلګ راغلي وه چې د عیدګاه په ساحه کې نه ځاییدل .
د خرقي مبارکې د ښکاره کولو مراسم د عیدګاه د جامع مسجد پر بام ترسره شول، هماغه وه چې د مراسمو غونډې ته راغلیو په سلګونو زره خلګو ولیدل چې ملا محمد عمر (مجاهد) ته خرقه مبارکه پر اوږو ورواچول شوه .
له دغو دوو مواردو پرته ملا محمد عمر مجاهد نور هم د خپلې واکمنۍ په اوائلو کې د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د اختر په لمانځه کې ګډون کاوه او د اختر لمونځ به هم د ده په امامت اداء کیدو.
نور به معمولا د طالبانو د مشر ډیر وخت له پوځي قومندانانو، علماوو او په ځیني وختونو کې د اسلامي هیوادونو له راغلیو وفدونو سره پر خصوصي ملاقاتونو تیریده.
د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته
پر افغانستان تر امریکايي تیري وروسته د طالبانو مشر د امریکايانو تر ډیرې ټینګې څارنې لاندې ونیول شو، د کندهار ښار ته نیږدي د ده پر هستوګنځي د امریکايي کومانډو ځواکونو لخوا ځانګړي عملیات وشول، وروسته په پرلپسي توګه تر بمبارۍ لاندې ونیول شو چې د محمد حنفیا په نوم دده تره هم ورکي شهید شو.
هماغه وه چې له امریکايي تعقیب څخه د خوندیتوب په غرض د کندهار تر سقوط وروسته نامعلوم لوري ته متواري (ګوښه ) شو، چې له هغه وخته راهیسې بیا د طالبانو کوم چارواکي له نوموړي سره د ښکاره لیدلو خبره نه ده کړې .
یواځې د زابل په ولایت کې د طالبانو یو مشهور قومندان ملا روزي خان عاکف چې په ۲۰۰۴ کې له امريكايي ځواکونو سره د یوې مخامخ نښتې په ترڅ کې شهید شو تر شهادت له مخه ویلو چې د امارت ترسقوط وروسته مي په زابل ولایت کې لوي ملا صاحب(ملا محمد عمر (مجاهد) ولیده او په ټینګه یې دا توصیه راته وکړه چې «خپلې وسلې او پوځي ټول مهمات خوندي کړه، يو ميل وسله او يوه مرمۍ هم مه ضایع کوه او مه يي چاته تسلیموه ».
تر دې وروسته ملا محمد عمر مجاهد د خپل فعالیت طرز ته تغیر ورکړ او هغه په دې ډول چې د امریکایانو پرخلاف یې د طالبانو د لیکو تنظیم او سمبالول د خپلو مکتوبي او آډیویي فرمانونو په وسیله پیل کړل .
د دغو آډیویي پیغامونو او توجیهاتو له جملې څخه یې یو هم د ۲۰۰۹ کال هغه آډیويي ځانګړي صوتي پیغام دي چې د مقاومت په لیکو کې یې پر ځینو اهمو اصلاحاتو او تغیراتو سربیره د یو شمیر لوړ پوړو طالب چارواکو د نصب او عزل په اړه هم احکام صادر کړي ول.
له هغه وروسته يي آډیويي فرامین، احکامات او توجیهات ټول په مکتوبي بڼه طالب مسؤلینوته صادرکړي، چې د هغوی لخواهم په پوره جدیت او قاطعیت سره عملي شوي دي.
افغان ولس ته يې عامه توجیهات او توصیې هرکال د دواړو اخترونو په ځانګړیو پیغامونه کې خپریږي چې نړیوالې رسنۍاو همداراز په افغانستان کې میشت بهرني ځوکونه پرې خپل غبرګونونه هم څرګندوي.
د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د مقاومت د رهبرۍ ځانګړی طرز
۱۳ کاله کیږي چې افغانستان د بهرنیو قواوو تر اشغال لاندې دی .
د اشغال په ۱۳کلنه دوره کې پر دوو امریکايي ولسمشرانو، جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما سربیره د ۶ امریکايي او برتانوي مشهورو جنرالانو لخوا د افغانستان د لاندې کولو او دلته د بهرنیو ځواکونو سوق او قومانده پرمخ وړل شوې.
د امریکایانو لخوا په دغې ۱۳ کلنې دورې کې له طالبانو سره د هغوي د مقابلې او جګړې په ستراتیژیو او تکتیکونو کې متعددې لارې چارې غوره شوې، یو ځلې افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو ستراتیژي اعلان کړي، بل ځلې یې بیا د بیرته لېږلو هغه تر لاس لاندې ونیسي.
یو ځلې ۲۰۱۴کال له افغانستان څخه د پرشاتګ وروستی کال اعلانوي، بل ځلې بیا بیرته په افغانستان کې د پوځونو پر پاتي کیدو ټینګار کوي او…
خو د ملا محمد عمر مجاهد لخوا له امریکایانو سره د مقاومت په رهبري، د هغه په ستراتیژي او د هغه په غوښتنو کې له پیل نه تر اوسه هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی .
کوم شعار او غوښتنه چې يې د مقاومت په لومړۍ ورځ اعلان کړی اوس هم پر هماغه ثابت ولاړ دی، د امریکایانو زیات جنګي طاقت، د هغوی تخنیکي وړتیا او همدا راز د مقاومت سختو شرائطو هیڅ ونکړای شول چې د مقاومت په تګلاره او پالیسي کې د ملا محمد عمر(مجاهد) ارادې او عزم ته تغیر ورکړي.
دا چې د طالبانو په خلاف جګړه کې د امریکا تر څنګ ۴۹ نور غربي هیوادونه پوځي شتون لري او دا جګړه خپله د امریکايي جنرالانو په اعتراف د امریکایانو او د هغوي د ایتلافیانو لپاره تر ټولو سخته او اوږده جګړه بلل شوې نو طبیعي ده چې د دې جګړې مشرتابه به حتما د هغوی تر سختې څارنې لاندي او د له منځه وړلو لپاره به یې ډول ډول تکتیکونه کاروي.
خو د هغوی په مقابل کې د مقاومت مشر تابه هم مکلف دی چې د ځان ساتنې او د دښمن د تکتیکونو دشنډ ولو لپاره ځانګړي تکتیکونه وکاروي، ترڅو هم مقاومت په سمه توګه رهبري او هم خپل ځان د دښمن له شره وژغوري.
د دغو تکتیکونو له جملې څخه د اختفاء(پټ والی) تکتیک هغه تر ټولو بريالي تکتیک دی چې تر اوسه پوري امریکایان نه دې توانیدلی د مقاومت د مشر (ملا محمد عمر (مجاهد)) څرک ولګوي او له منځه یې یوسي.
د مقاومت په رهبري کې د ملا محمد عمر (مجاهد) د اختفاء تکتیک هم ځانګړی طرز لري؛ ځکه نوموړی په ظاهري لحاظ مختفي خو د عمل او فعالیت په ډګر کې فعال حضور لري، د مقاومت د تګلاري تعقیب، د مقاومت د لیکو تنظیم او توجیه، د مقاومت د جبهاتو د پوځي چارواکو عزل او نصب، د مقاومت په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په اړه پرخپل وخت ځوابي غبرګون ټول هغه فعالیتونه دي چې په همدې مخفي حالت کې ترسره کوي.
د اختفاء تکتیک هم امریکایان او هم د هغوی ایتلافیان په پوځي لحاظ داسې ګنګس کړي لکه له نا مرئ (نه ليدل كيدونکی)پیریانوسره چې یې جګړه وی، همدا لامل دی چې د دغه تکتیک د شنډولو او ناکاره کولو لپاره ډول ډول تکتیکونه او طرحې جوړوي.
کله د ملا محمد عمر(مجاهد) د مړینې خبرونه نشروي، کله هم د هغه په اسارت کې د ساتل کیدو شائعې خپروي او کله هم د هغه د نه شتون او نه موجودیت تبلیغات کوي .
هغوي کوښښ کوي داسې ځوروونکی ټکي په خپلو تبلیغاتو کې ځای پرځای کړي چې ملا محمد عمر مجاهد او یاهم د طالبانو اړوند نشراتي چارواکي دیته اړ باسي چې د دغو تبلیغاتو په مقابل کې داسې غبرګون وښیي چې له امله يي د ملا محمد عمر مجاهد څرک ولګیږي؛ خو د دې هرڅه په مقابل کې بیاهم د اختفاء د تکتیک په اړه د نوموړي په طرز او روش کې هیڅ بدلون نه راځي .
طالبان چې په مقاومتي جبهه کې یې د امریکا او ناټو پرمختللو پوځیانو ټول تکتیکونه له ماتې سره مخ او د هغوی مختلفي پوځي استراتیژۍ یې ننګولي اوس د خپلو مقاومتي فعالیتونو د بریالیتوب لپاره ځانګړي تکتیکونه کاروي، داسې تکتیکونه چې نړیوال پوځي کارپوهان هغوی ته د غیر تقلیدي(Unconventional) نوم په کارولو سره د هغوي له تخریب او شنډولو بلکل عاجز دي، د طالبانو د مشر داختفاء تکتیک یو له همدغه معجزه يي تکتیکونو څخه نه افشاء کیدونکی تکتیک دی.
د طالبانو مشر او ټول پوځي قومندانان یې پر دې خبره پوه دي چې مونږ له دښمن سره د محاربې په سنګر کې یو، په دغه سنګر کې شهادت، اسارت او جراحت د دې لارې له تلازماتو څخه دي؛ ځکه نو هغوی د مقاومت د رهبرۍ طرز او طریقه هم داسې عیارکړي که هرڅوک ورکې شهید، زخمي او یا هم اسیر کیږي د مقاومت پر بهیر یې منفي اغیز نه وي .
د طالبانو مشر په ډیرو سختو شرائطو کې د امریکایانو پرخلاف افغان مقاومت په داسې توګه رهبري کړی چې هم يي په افغانستان کې د امریکایانو د هر ډول پرمختګ مخه ډب کړې او هم يي د مقاومت لیکې متحدې ساتلي.
که په تاریخي لحاظ د پخوانیو شورویانو په مقابل کې د افغان ولس دمقاومت رهبري له ننني رهبري سره مقایسه شي بي له شکه چې دا رهبري ورباندې ډیره بریالۍ ښکاریږي؛ ځکه هغه مهال چې شرائط هم ډیر د مجاهدینو په ګټه او د مقاومت رهبرانو په ډیر آزاد ډول د فعالیت اجازه لرله، مګر هغوی ونکړای شول چې د مقاومت لیکې دغه ډول متحدې وساتي لکه نن چې د ټول هیواد په کچه مقاومت له یوې نقطې رهبري کیږي، مونږ ولیدل چې هماغه وخت د جهادي تنظیمونو د رهبرانو او په داخل کې د مجاهدینو ترمنځ وسله والې نښتې رامنځته کیدي چې په ۱۹۸۹ کال کې د تخار په ولایت کې د حزب او جمعیت د قوماندانانو ترمنځ هغه وسله وال مخالفت د بیلګې په ډول یادولای شو چې د جمعیت اسلامي ۳۶ تنه وسله وال د حزب اسلامي د مشهور قومندان سید جلال لخوا ووژل شول.
له دې پرته نورې هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې د مقاومت په لیکو کې د تنظیمي اختلافاتو له وجې په سلګونو داسې پیښې رامنځته شوي؛ خو د اوسني مقامت په ۱۳ کلن بهیر کې د ټول هیواد په کچه خپله د طالبانو ترمنځ د یوې دغه ډول مسلحې پیښې بیلګه هم نشي پیداکیدای .
د مقاومت د اوسني مشرتابه بله مشخصه دا ده چې خپله د طالبانو لیکې یې له هر ډول تشتت او انشعاب څخه محفوظې ساتلي، حال دا چې د طالبانو د متفرق کولو او انشعاب لپاره امریکایان هغومره هڅې کوي لکه په پوځي ډګر کې چې یې د هغوی د له منځه وړلو لپاره کوي.
خو دا هم د طالبانو د مشر د قیادت ځانګړتیا ده چې له ټولو بهرنيو او داخلي دسیسو او هڅو سره سره یې بیا هم د مقاومت لیکې داسې تر خپل کنترول لاندې ساتلي چې د نورستان او هلمند غوندې په لیري پرتو ولایتونو کې د طالبانو په اداري تشکیلاتو کې د یوې ولسوالۍ ولسوال هم د ملا محمد عمر مجاهد له موافقې پرته نشي ټاکل کیدلای.
د ملا محمد عمر مجاهد دراښکاره کولو لپاره وروستۍ دسیسه:
د روان کال د نومبر د میاشتې په ۱۹ نیټه د کابل د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي په کابل کې د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په غبرګون کې وویل چې طالبانو ځکه خپل عملیات پر کابل او د هیواد پر لویو ښارونو متمرکز کړي چې په اطرافي سیمو کې هغوی په جبهه يي جګړو کې شکست خوړلی او همدا راز د طالبانو د مشر د مړینې له امله طالبان په بیلابیلو ډلو ویشل شوي دي .
د دې څرګندونو په ځواب کې د طالبانو د رسمي غبرګون تر څنګ یو شمیر افغان شنونکو او لیکوالو هم خپل نظرونه څرګند کړل.
د دغو لیکنو له جملې څخه یو هم د خبریال په درنه ویب پاڼه کې د ښاغلي میرویس افغان لیکنه وه چې هلته د ملامحمد عمر (مجاهد) د مرګ او ژوند په اړه د نورو توضیحاتو تر څنګ لاندې دوه نظرونه هم لیکل شوي ول:
لومړی: «د روان کال له پیله د طالبانو د اطلاعاتو څانګه دا هڅه کوي چې د ملا محمد عمر اخوند غږیږ پیغام ترلاسه او خپورکړي؛ خو پر دې نه دي توانیدلي…»
دوهم دا چې «هغه مهال چې داعش (دولت اسلامیه ) د خلافت اعلان کاوه ویل کیږي چې سمدلاسه یې افغان طالبانو ته حال ورکړ چې دوی ته د ملا محمد عمر د ژوند په اړه ثبوت ورکړي او کنه د دوی د مشر ابوبکر البغدادي خلافت دي ومني.»
د ښاغلی افغان صیب نظر پر خپل ځای د قدر وړ خو حقيقت دا دی چې نه د طالبانو فرهنګي کمیسون د خپل مشر د صوتي پیغام ترلاسه کولو هڅه کړې او نه هم د دولت اسلامیه چارواکو له طالبانو څخه د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند ثبوت غوښتی .
ځکه د ملا محمد عمر مجاهد غږیږ پیغام نه خپرول د یوه تکتیک په حیث د نوموړي هغه پریکړه ده چې د طالبانو ټول پوځي او اداري چارواکي یې پر مصلحت پوه او ورباندې قانع دي؛ ځکه نو د دې اړتیا نه لیدل کیږي چې دوی دې د صوتي پیغام ترلاسه کولو هڅه وکړي.
او بله خبره دا چې د امارت ټولو اړونده څانګو (کمیسونونو)ته د ضرورت او مصلحت پر اساس دستور د طالبانو د مشرتابه لخوا ورکول کیږي، هر کار چې د مقاومت په ګټه وي هغه پرته له دې چې د کمیسونونو مسؤولین یې د ترسره کولو هڅه وکړي خپله مشرتابه د هغه د تنفیذ دستور ورکوي.
همدا راز د دولت اسلامیه مشر ابوبكر البغدادي او نور چارواکي د طالبانو د مشر د دغې پریکړې په اړه د طالبانو پر قناعت او مصلحت باور لري او ملا محمد عمر مجاهد ته د افغانستان د اسلامي امارت د مشر په توګه درناوی لري، نه دا چې له طالبانو څخه د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او مرګ په اړه د ثبوت غوښتلو جسارت وکړي.
البته د ډاکټر ایمن الظواهرې په مشرۍ القاعده تنظیم د محرم د میاشتې په ۲۶ نیټه چې د نومبر د میاشتې له ۱۹ نیټې سره سمون خوري د یوه نوي پیغام له لارې له ملا محمد عمر مجاهد سره پر خپل پخواني بیعت ټینګار کړی .
د القاعده تنظیم دغه ویډیويي نیم ساعته پیغام د الملاحم نشراتي شبکې لخوا په جزیرة العرب کې د القاعده تنظیم د استازي شیخ حارث النظاري لخوا په عربي ژبه خپور شوی چې له مخې یې په عراق کې د دولت اسلامیه چارواکوته خطاب کوي چې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن د طالبانو له مشر سره بیعت کړی، اوسنی مشر ډاکټر ایمن الظواهري او پلویان یې پر هماغه پخواني بیعت پاتې دي او دیته اړتیا نه لري چې د دولت اسلامیه له مشر ابو بکر البغدادي سره نوی بیعت وکړي.
دا بيله خبره ده چې القاعده او دولت اسلامیه تنظیمونه په خپل منځ کې اختلافات لري؛ خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته د دغو دواړو تنظیمونو چارواکي او پلویان ځانګړی احترام لري او په خپلو ټولو نشراتي منابعو کې یې په ډیر درناوي یادوي.
نو بنا پر دې په عراق کې د ابوبکرالبغدادي په مشرۍ د دولت اسلامیه اعلانول هيڅکله په دې پوري تړاو نه لري چې هغوی د طالبانو د مشر پر ژوندوني باور نه لري .
د طالبانو مشر هم پر خپل ځای کله هم له چا څخه دا تقاضا نه ده کړې چې له ده سره بیعت وکړي، هغه مهال چې د القاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن ژوندی او په کندهارکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسیده هم د طالبانو مشر له نوموړي څخه دا غوښتنه نه وه کړې چې له ده سره بیعت وکړي، بلکې نوموړی په خپله د ځان له لوري د خپل ځانګړې استاذي شیخ ابوالولید المصري په ورلیږلو سره له نوموړي سره بیعت وکړ.
پردې سربیره د طالبانو مشر د امارت د تأسیس له پیله تر اوسه پورې پر دې خبرې ټینګار لري چې د خپلو امکاناتو او شرائطو مطابق د دوی د امارت ساحه یواځې د افغانستان تر حدودو محصوره ده او د القاعده او یا دولت اسلامیه په څیر د نړۍ شموله فعالیت ترسره کولو اراده نه لري؛ ځکه نو د افغانستان له حدودو بهر په عراق او یا کوم بل ځای کې د خلافت اعلانول او یا نه اعلانول د طالبانو په فعالیت پوري هیڅ تړاو نه لري.
که ملا محمد عمر (مجاهد) ووژل شي…؟
نن سبا له ځینو سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې که خدای مکړه د طالبانو مشر مړ یا ووژل شي؛ نو د طالبانو د اسلامي امارت برخلیک به څه وي؟
ځکه نوموړی هم د نورو انسانو په څیر یو انسان دی او انسان یوه ورځ نه یوه ورځ د مرګ د ترخه خوند څکونکی دی.
مخکي تر دې چې دې پوښتنې ته ځواب وویل شي باید لومړی دا خبره څرګنده شي چې طالبان د یوه سیاسي غورځنګ ترڅنګ یو فکري او عقیدوي غورځنګ هم دی، په فکري او عقیدوي حركتونو کې د محوریت ترکیز د اشخاصو پر ځای پر اساساتو ډیر وي.
له همدې امله مونږ په نړۍ کې وینو کوم تحریکونه چې اساس یې پر ایډیالوژیکي اساساتو بناء وي هغه د خپلو مؤسسینو په مړینې یا له منځه تللو سره نه ختمیږي، د طالبانو غورځنګ چې له پیله په فکري او عقیدوي اساساتو ایجاد شوی دی، د امریکایانو له یرغل سره يي مقابله او مقاومت هم د شرعي او دیني ارجحیاتو له مخې ده .
په دغه ډول مقابله کې د مقاومت اصلي لامل عقیدوي محرکات وي نه افراد او اشخاص.
یا که په ساده الفاظو کې وویل شي چې د شرعي ارشاداتو له مخې د کافرانو د تیري په مقابل کې د خپل دین، ناموس او خاوري له حریم څخه دفاع کول د مسلمان شرعي فریضه بلل کیږي او دغه فرضیت یې په کتاب الله او سنت چې د شرعي دلائلو تر ټولو قوي دلائل دی ثابت شوی او کتاب الله او سنت تل تر تله د مسلمانانو په منځ کې موجود دي، نه له منځه وړل کیږي او نه تغیر ورکي راوستل کیږي.
د افغانستان په اوسني وضعیت یا له امریکایانو او نورو بهرنیانو سره د طالبانو د مقاومت اساس هم په اسلامي ارشاداتو ولاړ دی نه پراشخاصو باندې، که د همدي مقاومت په جریان کې د مقاومت محوري اشخاص شهیدانیږي، که اسیران او یا پر عادي مرګ وفات کیږي د مقاومت پر بهیر اغیز نه لري .
د بیلګې په تو ګه د تیر ۱۳کلن مقاومت په جریان کې ۲۰۱۰ کال خپله د امریکاینو په اعتراف تر ټولو خونړی کال دی، په همدې کال کې د بهرنیو ځواکونو په اعتراف تر ۷۵۰ زیات بهرني عسکر د طالبانو د بریدونو له کبله وژل شوي؛ خو همدغه کال په عین وخت کې هغه کال هم دی چې د طالبانو د مشر دوه مرستیالان (ملاعبید الله او ملا عبدالغني برادر)چې په پوځي او اداري لحاظ د ټولو عملیاتو سوق او اداره د دوی پرغاړه وه یو شهید او بل ژوندی ونیول شو؛ خو د دوی شهادت او اسارت د بهرنیانو په مقابل کې د مقاومت پر بهیر عادي اغیز هم ونه کړ، بلکې تر بل هر وخت په همدې کال مقاومت ډیر تود او توند وه.
اوس چې د امریکایانو او نورو بهرنیانو په مقابل کې د طالبانو کومه مقابله راونه ده هغه همدغه مذهبي مقابله ده .
د تاریخ په اوږدو کې د مذهبي مقابلو اتکاء پر مذهبي اساساتو وي نه پراشخاصو، لهذا ویلای شو چې که خدای مه کړه داسې یو حالت رامنځته کیږي چې د طالبانو مشر چې اوسني جهادي مقاومت د ده تر مشرۍ لاندې رهبري کیږي یا شهید کیږي او یا په خپل مرګ وفات کیږي د مقاومت پر بهیر به یې اغیر او تاثیر دا سې وي لکه د ده د مرستیالانو د شهادت او اسارت اغیز.
امریکایان او د هغوي داخلي حامیان چې په دغه حساس وخت کې دا تبلیغات کوي لامل يي دا دی چې هغوی نور د افغانستان له جګړې چې د دوي د هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ملا ماتوونکې جګړه بلل شوي ډیر په تکلیف دي، غواړي چې په هر ډول وي نور د دغې جګړې له رسوايۍ خلاص کړي او په یوه ډول نه یوه ډول ځان د دغې جګړې ګټونکي معرفي کړي؛ خو تاریخي تجربو دا ثابته کړې چې له افغانانو څخه د دفاع په جګړه کې له چنګیزیانو رانیولې تر انګریزانو او روسانو پوري هیچا هم سوبه نه ده تر لاسه کړې امریکایانو هم په زور ځان په دغه لانجه اخته کړی چې ګټل به یې ورته په ډیر درانه قیمت تمامیږي.
محترم لیکوال صیب لطف وکړی د مقاومت د کلمه په اړه لږ معلومات راکړی ځکه ددی کلمی نه دشرو فساد تعبیر کیږی چی دا داسی یوه کلمه ده چی ځه ترینه ډیر نفرت لرم
او که قران او حدیث که غیر د جهاد نه بله کومه کلمه وی نو بیا تاسی لږ معلومات راکړی
مننه
محترم احمدی صاحب دمقاوت له کلمی څخه هدف دفاع ده ځکه اوس خو تهاجمی جهاد نه دی چی مجاهدین نورو ځایوته دفتح کولو لپاره ورشی . والله اعلم
ثاقب صاحب ډیره زیاته مننه،أالله ج-دی په علم،قلم،أوزبه کی برکت واچوه ،په زړه پوری لیکنه ده،زموږلپاره دغه مقدس آیت زیات اطمنان أوتسل بښونکی ده دغلیم پوچ تبلیغات موله خپلی لاری نسی منحرف کولای،،ومامحمدالاّرسول قدخلت من قبله الرسل الآیة
محترمه دا ستا تحلیل او لکینه هم پرځای بولم خو که ریشتیا ووایی نو ملاصاحب نور نشته او دا حقیقت باید ومنو زه دا خبر په سو دلایلو کوم ۱ ملا صاحب په هره وړه او لویه موضوع به د امارت مجاهدینو ته بار بار خپل غګ کی صوتی کست را لیژل او اکثر لوی لوی شخړی به د ملاصاحب د غژ په اوریدو حل شوی د مثال په طور د منصور داد الله او بعضی نوری شخری په کمیسینون کی بعضی شخړی خو دا سلورم کال دی چی د قدرمن امیرالمومنین هیڅ پیغام ندی راغلی زه حیران یم چی… نور لوستل »
ليكوال صيب ..مننه, خو بدي بايد هم خبر شو جي يو امير الموئمنين دخبل اسلامي فعليت محدوديت سنكه تر خبل سرحدي بولو بوري محدود كولي شي . كه فر ضا دمجاهد صاحب حفظه الله فعاليت صرف تر خبل ملك بوري وي لكه جي تا سو ورته بوره توضح وركري نو بيا سنكه اميرالموئمنين…؟ دمجاهد صاحب حفظه الله جهاد كه عالمي نشي نو بيا القاعدي سنكه ورسره بيعت كوي بداسي حال كي جي القاعدة عالمي جهاد غواري او بخت دي ….؟ نو مجاهد صاحب حفظه الله خو لكه سنكه جي تا وا ياست خبل جهاد صرف تر خبل ملك بوري محدود… نور لوستل »
زما سوال بوشتنه صرف دوضاحت لباره ده …او زواب يي دليكونه غوارم …………. بيا مننه
لله الحمداميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهد حفظه الله تعالی جل جلاله لاژوندی ان شاء الله د[ملامحمدعمر مجاهدحفظه الله]په نامه فیسبوک پاڼه به ان شاء الله دفلم په شکل نشرسي.د ۱۴۳۵ هجري قمري کال صوتي پیغام چي ان شاء الله فیته یي درموږ پوري رارسیدلي ده.
قدرمنولوستونكوسلامونه . داچي د دي ليكني ليكوال ډيره هڅه كړي چي خپله ليكنه دمنطق په ستنوودروي درولي يي ده كوريي ودان بچي يي لوي مگرزماداندپه اوس وخت كي دي ته اړتيانه ليدل كيږي چي ديوچاپه ژوند اومړينه خبري وكړوځكه چي مقاومت ښه په درزسره روان اوديرغلگرونه يي لاره وركه كړي ده داخپله د دي ښكاره ندوي كوي چي دمقاومت رهبر ،مبتكرين اومشران يي دژوندسربيره دښه روغتيا اوسلامتياخاوندان هم دي ځكه چي دپخواء په پرتله يي دحملوپه تكتيك كي ډيرمثبت بدلونونه راغلي داخوښكاره ده چي (عقل سليم دربدن سليم)نوسالمي كړنې دسالم صحت په درلودلوسره رامنځ ته كيږي يوڅه چي زه ورسره… نور لوستل »
محترم ساپی صاحب ته کولی شی د مژده هغه تلفونی خبری واری بیا فیصله وکری دوهم داجی ته دا په سه دلیل ویلی شی چی دا پیغامونه ملا صاحب لیکلی حال داچی ټول ملګری په دی پوره یقین لری چی دا لیکنی نه د ملا صاحب دی او نه هم یو لفظ پکښی د امیرالمومنین ورګډ شوی سوک که لژ سواد هم ولری او یا هم له ملا صاحب سره شناخت ولری په دی ښه پوهیژی چی دا پیغامونه د عالیقدر ندی
دا منو چې پیغام ټول د ملاصیب نه دی، بلکې هغه خپله وینا کړې وی او دوی یې بیا ترتیب کوي او هیوادوالو ته یې رسوي.
اوس سوال دا دي او زه يي ضروري او شرعي بولم ….جي كه الله مكره ملا صاحب له دنيانه تللي وي ..
نو بيا بيي زاي ناستي سوك وي بدي حسا سو حا لاتوكي .؟
كه ملا برادر اخند وه خو هغه هم زوندي مردي .
كه اوسني شخصيت وي هغه بيا دونه محبوبيت نلري لكه ملا برا در , يا مظلوم شهيد عبيد الله رحمه الله.
نو ايا بل داسي جا مع او محبوب شخصيت شته جي دا ليك وركي او صالحه تولي ور باندي را يو زاي شي .
دير زيات فكر راسره بيدا شوي ……..
ستا دغه شان منفی فکر به ان شاءالله په امارت باندې هیڅ منفی او مثبت اغیز ونه کړي ته خپلو سوچونو ته کش ورکړه او امارت به خپل مقاومت ته کش ورکړی لکه چې وايي په یو ګل نه پسرلی کیږي.
محترم ابن شهیدین صاحب!
ډیرې عمیقې پوښتنې مطرح کوئ ، دهغو ځوابول خو په خپلو کسانو پوري اړه لري ، زه وایم چې تاسو د ځان لپاره څرنګه دانوم انتخاب کړی ؟
بنوت او ولدیت خو له یوه والد څخه کیږي ، که فرضا ستاسي والدین داواړه شهیدان شوي يي نو هم ته ابن شهیدین نه بلل کیږي ځکه له شرعي پلوه د ابن نسبت پلارته کیږي نه مور ته .
مننه
ايمل خانه …زما دمنفي او مثبت نظر فيصلة كاشكي تا سو نه واي كري . تاسو خو به كدايشي ديو مالي هدف لباره به امارت كي دنن شوي ياست ..خو مونك الحمد لله مستقيما له دي صف سخة ملا تر يو او بكي خد مت كوه بي لكومه مالي او يا شخصي مقاصد و لبا.ره. صرف ديو اسلامي نظام دحاكميت او داخرت دنيك زوند مقا صد لرو . او نه امارت ستا شخصي دوكان يا موترده .زمونك دتولو امارت ده . او محترم اسماعيل ظريف صيب ….. ستا انتقاد بايد به خبل نوم وكري .زما بلار او نيكه دواره الحمد… نور لوستل »
یاره عجیبه ضد او نقیض خبرې کوې، له یوې خوا وایې چې زما پلار او نیکه شهیدان شوي دي (که چیری رښتیا شهیدان شوي وي نو الله تعالی د په خپل دربار کې قبول کړي) او ځان هم د امارت ټیکدار ګڼې چې هرڅه امارت سره فی سبیل الله کوې هیڅ کوم دنیاوی مقصد نه لرې هرڅه د الله د رضا لپاره کوي، له بل خوا بیا داسې د منافقین غوندې پوښتنې کوې چې ستا له کرغیړنو پوښتنو څخه اختلافات را پيداکیږي، آیا دا مناسبه ده چې تاسې اوس د ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله په اړه په اوسنی… نور لوستل »
ښاغلي قاري صيب سلام . گرانه مادمژده صيب كست كوم چي سپنتانشرته وسپاره اوريدلي دي ماليكلي ول چي په خواخوږئ كي هيڅ شك نشته اماليكنې يي په مسوليت درته وايم چي مژده صيب هيڅ تراگاه هم نه دي داراسره ومنه چي دافغانستان اسلامي امارت چي څومره په نظامي برخه كي په هرڅه كره اوپوره دي همداشان په ليكنوكي هم پوره دقلم خاوندان لري تركوم ځايه چي زما معلومات دي اسلامي امارت په هره برخه كي مستقل كميسونونه لري دبيلگي په توگه نظامي كميسون،صحي كميسون،فرهنگي كميسون او……………نور. اوزما داند دابه ضروري نه وي چي ديوگوند، تحريك ،دولت مشردي په هركاركي دخيل… نور لوستل »
مننه ابن شهیدین صیب ستاسي له څرګندونو ، خدای دي ستاسي دوالد او جد صاحبانو شهادت قبول کړي ، خو زما له نظره ته نور هم دخپل لقب په اړه معلومات وکړه ، او كه يي تاسو په ابن الذبیحین قیاسوئ هغه هم ناسم قیاس یاقیاس مع الفارق دي. ځکه د رسوال اکرم اسم کُنیه په هغه پوري خاص وی ، لکه د ابوالقاسم کنیه بل چاته د هغه کارول نه ده روا اوهمداراز ځیني صحابه کرام هم په خاصو نومونو مشهور دی چې عام امت ته دهغوی استعمال ناسم دی . سمّوا باسمي ولا تكتنوا بكنيتي” رواه البخاري (3537).… نور لوستل »
اسما عيل ظريف صيب سخته ديره مننه . ستا له اخلاقي او له احترم نه دك تحليل…وجزكم الله خيرا. لاكن زه حيران ودي ايمل صيب ته يم جي شكر ده به امارت كي دي اختيار او صلاحيت نشته. او دا هم وايم جي له دي صفحي نه به كنزل باني نه جوره وه. اونه زه الحمد لله سوك منا فق كوم نه يي صليبي كوم او نه يي منفي فكري كوم تر سو مي ليد لي نه وي خو ده ته فقط همه ايات شريف بخبل زواب كي وايم وادا خاطبهم الجا هيلون ……………… ايمل جانه كنزلي را ته مكوه… نور لوستل »
یاره کنزل خو مې نه دي کړي دلته له تا نه مخکې یو بل کس راغلی وو د مالم په نوم اوس یی بیخی درک نشته دی او ډیر توند وو هر چا ته یی خوله اچوله، زما ستا دغه پوښتنه له هغه نه هم اوریدلې وه خو تا په بل انداز کې کړې ده هغه لږ توند وو زه چې څومره فکر کوم همغه به وې، زما سر سپین شو تراوسه مې د یو امارتی له خولې نه د ملاصیب په هکله داسې مشکوکې پوښتنې نه دې اوریدلې ته لومړی تش په نوم امارتی (!) یی چې دا ډول… نور لوستل »
ايمل جانه . زه نه مالم يم او نه مي مخكي لدي نه سه ليكني كري…والله العظيم كه يي يا بيزنم اونه هغه يم…. خو تا سي خبله دشك به نوم فيصله كوي ..ته واي جي زه فكر كوم هغه به يي ………هههه.. هر فيصله دخبل فكر به انداز مكوه الله جل وعلي له مونك او تا سو سره حساب كوي. هلته به هر سه روشان سي,دوهم زما بوشتنه ولي دومره خطر ناكه بولي . هغه غزوه دي هيره ده جي درسول الله عليه افضل صلوة وسلم له اصحابو رضي الله عنهم سره دالله به هكله فكرونه بيدا شو (وتظنون… نور لوستل »
مننه ستاسې له نصیحت څخه الله دې د عمل کولو توفیق هم راکړي، زه به نور څه درته ووایم خو ستاسې دغه شان پوښتنې په اوسنی حساس وخت کې مناسبې نه دي، دغه څوارلسو کلونو په دوران کې ما تراوسه ستاسې په شان امارتی نه دی لیدلی چې دغه شان پوښتنې وکړي، زه حیران ستاسې دعوې او ستاسې پوښتنې ته یم چې ابن شهیدین او بیا دا قسم ناوړه پوښتنه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ډيره مننه/
دیرہ په زړه فوري لیکنه ده