ټکنالوژي

د روان کال تر ټولو غوره پنځونې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): ټایم (Time) مجله د ۲۰۱۴ کال غوره پنځونو لیست خپره کړې چې په کې د ۲۵ غوره پنځونو نومونه اخیستل شوی. په دې لیست کې اپل سمارټ ساعت، بلیک فون او سرفېس پرو اول، دویم او دریم مقام خپل کړی.

د مجلې په دغه ګڼه کې اپل سمارټ واچ د کال غوره پنځونه گڼل شوې. اپل سمارټ واچ کولای شي لیکل وکړي پیغامونه واستوي، بریښنالیک او لیکلې پیغامونه ولولي، کاروونکو ته د ټاکل شوي ځای نقشه وښيي، کاروونکو ته د نوموړي روغتیا په اړه معلومات ورکړي. په پیل کې دغه سمارټ ساعت بیه ۳۴۹ امرکايي ډالر ټاکل شوی و.

اپل ساعت څخه وروسته په دوهمه درجه کې اسپانیايي سمارټ فون ګیکس فون (GeeksPhone) ټاکل شوی. دغه سمارټ فون هسپانوي شرکت سایلینټ سرکل (Silent Circle) له خوا جوړه شوې چې ډیر غښتلی امنیتي سیسټم لري. ټکنالوژي څیړونکو په وینا د امنیت له لحاظه بلیک فون (Black Phoe) په نړۍ کې لومړۍ سمارټ فون دی. کاروونکي کولای شي له دغه پیاوړی امنیتي سیسټم څخه بغیر له کومې اضافي پروګرام ښکته کولو ګټه پورته کړي.

دغه سمارټ فون ټول ټینګ شوي اړيکي، لیکل شوي پیغامونه، بریښنالیک او نور فعالیتونه په مخصوص کوډ (رمز) بدلوي چې هیڅوک ترې غلطه استفاده کولی نه شي.

دغه درجه بندی کې د مایکروسافټ کمپنۍ په واسطه جوړه شوې ټیبلیټ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) دریم مقام خپل کړی چې کاروونکي د ضرورت پر وخت کولی شي د لیپ ټاپ استفاده ترې وکړي.

دغه ټیبلیټ د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا جوړه شوي ټیبلیټونو کې تر ټولو نری ټیبلیټ دی او له لیپ ټاپ څخه هم کلک او غښتلی جوړ شوی. دغه ټیبلیټ ۶۴ جي بي میموري لرلو سره اضافي میموري اخیستلو وړتیا هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x