افغانستان

دپاکستان او افغانستان پرپوله باندي پنځه کسه ووژل شول

afghan_pakistan_dorder(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۲) پیښور: دپاکستان او افغانستان پرپوله باندي لورا منډي ته څیرمه دافغاني ځواکونو او نامالومووسلوالو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه

دشخړي په ترځ له دواړو خواوو څخه ۵ کسه ووژل شول چي دري تنه  د پاکستان لوري ته نامالوم وسلوال وو او دوه افغاني فوځیان وو، خبري سرچیني وایی چي افغاني ځواکونو پرپوله باندي دګزمي پروخت دپاکستان پرخاوره باندي پرنامالومو وسلوالو باندي ډزي وکړي او دري کسه یی ووژل، چي وروسته په جوابی ډزو کي دوه افغاني عسکر هم ووژل شول.

خو ځیني سرچيني وایی چي دپاکستان ولور ته وژل شوی کسان وسلوال طالبان ول، د دوو وژل شویو افغاني عسکرو مړي دهلیکوپټرو په واسطه د خوست ښارته انتقال شول.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x