نظــر

په کابل کې برید ګر څرنګه د بریدتر ځایه رسول کیږي؟

لیکوال: شاهد غزنیوال

له تیرې یوې نیمې اونۍ راهیسې په کابل ښار کې تر لس زیات خونړې بریدونه ترسره شول.

په یادو بریدونوکې د بریدګرو هدف ټول د بهرنيو ځواکونو تر ټولو خوندي مراکز، پوځي اهداف، ډیپلوماتیک اشخاص او خارجي امنیتي تجمعات ول.

په ټولو بریدونوکې بریدګر وتوانیدل چې په آسانۍ سره خپل په نښه کړي هدف ته پرخپل وخت ځان ورسوي او خپل برید په ډیرې آساني سره پرخپل وخت ترسره کړي.

په دغو په نښه کړل شویو اهدافوکې د کابل په نهمه حوزه کې زرغون کلی او په وزیراکبرخان مینه کې ۱۳،۱۴،۱۵،او۱۶ سرکونه هغه خوندي ځایونه دي چې د چا په خبره د سختیو امنیتي ترتیباتو، مراقبتي کامرو او ځای پرځای بهرنیو او کورنیو امنیتي موظفینو له اجازې پرته مرغۍ هم پر نشي وهلای، خو طالب برید ګر له خپلو درنو راکټونو، پیکاګانو، کلاشنکوفونو او په زیاته پیمانه چاودیدونکو توکو سره د بهرنیانو مرکزونو ته ځان ورورسوي، داخل ته ورننوځي او په سړه سینه خپل برید پیل کړي. نه يي شدید امنیتي موانع مخه نیوالای شي، نه يي موظف امنیتي ګارډ تلاشي کولای شي او نه يي هم مجهزې مراقبتي کامري تصویر اخیستلای شي.

که يي چیرې امنیتي ترتیباتو او موانعو مخه نیولای شوای نو کم تر کمه په یوه نیمه اونۍ کې به د یادو بریدونوشمیره ۱۱ ته نه رسیده.

دا یوه پوښتنه ده چې د هرچا په ذهن کې ورتیریږي چې دا بریدګر څرنګه خپل مورد هدف ځای ته ځان رسوي؟

دا پوښتنه دوه ډول ځوابیدلای شي:

یا دا چې د بریدګرو امنیتي وړتیا، د هغوی پوځي وسائل او د هغوی عسکري روزنه په کابل ښارکې تر بهرنیو ځواکونو، د هغوي تر ساتونکو او د داخلي امنیتي ارګانونو تر وسائلو ډیر پرمختللي دي، په داسې توګه چې نه يي د انسانانو سترګې د لیدلو او نه يي هم مراقبتي کامرې او د تفتیش پرمختللي وسائل د کشفولو توان لري.

او یا دا چې دغه بریدګر د داسې امنیتي چارواکو لخوا د برید ترځایه رسول کیږي چې د هغوی رتبې او امنیتي وسائل د یادو مراکزو د امنیتي موظفینو تر رتبو او وسائلو ډیر لوړ او پرمختللي دي. ډیر احتمال هم دوهم ځواب لري ؛ ځکه امنیتي مسؤلین هم پردې خبرې اعتراف لري چې دغسي حساسو ځایونوته د بریدګرو رسیدل د امنیتي چارواکو له مرستې ناشونې ده .

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم ، د ولسمشریزو ټاکنو ناکام کاندید استاد سیاف او د کابل مستعفي امنیه قومندان جنرال ظاهر د هغو لوړ پوړو چارواکو له جملې څخه دي چې د امنیتي چارواکو لخوا له برید ګرو سره په لاس لرلو او مرسته کولو اعتراف کوي.

امنیتي چارواکي څرنګه له بریدګرو سره مرسته کوي؟

دا خبره ثابته شوه چې د دولت په لیکو کې له دننه له بریدګرو سره د برید په ترسره کولو کې مرسته کیږي ، اوس پوښتنه داده چې دا مرسته څرنګه او د کوم هدف له مخې کیږي؟

د مادي امکاناتو دترلاسه کولو په مقابل کې او که د «جهادي مشروع عمل» د ترسره کولو په نیت؟

په دې کې شک نشته چې په دغسې یوه خطرناک عمل کې سهم اخیستل حتما د یوه لوی هدف ترلاسه کولو په عوض کې ترسره کیږي؛ ځکه په داسې خطرناکو کارونو کې مشارکت او سهم اخیستل د سر بایللو معنا لري ، نو هغه دولتي چارواکي چې برید ګر د کابل ښار له ورودي دروازو څخه د برید تر ځایه رهبري کوي او په دې لاره کې ټول خطرونه پرځان مني ایا هغه دا کار هسي مفته پر مفته ترسره کوي؟

دا خبره ټولو ته ښکاره ده چې د کرزي په مشرۍ پخوانۍ او همدا راز اوسنۍ اداره په اداري او مالي فساد کې نړیوال ریکارډ لري. د دغو ادارو د چارواکو اساسي هدف د مادیاتو ترلاسه کول دي هغه که په هر قیمت او هره ممکنه لاره ترسره کیږي .

دا احتمال لري چې د بریدګرو رهنمایان له بریدکونکو جهت (طالبانو) څخه د دغې رهنمايي په مقابل کې دومره مادي امکانات اخلي چې د دوئ تردولتي امکاناتو په څو چنده لوړ وي اوبیا بریدګر د هغو په عوض کې په نښه کړل شویو اهدافوته رسوي.

او دا هم احتمال لري چې یاد دولتي چارواکي دغه کار دیوه جهادي عمل د ترسره کولو په نیت کوي او په همدې خاطر ټول هغه خطرونه پرځان مني کوم چې یې خپله بریدګر مخکي تر مخه منلو ته ځان اماده کړی وي او د یوه مجاهد په حیث دغه خطرناک کار عملي کوي، دا احتمال تر لومړي احتمال ځکه ارجح دی چې دلته یواځې د برید ترځایه پوري د برید ګر رسول نه، بلکې تر هغه له مخه د په نښه کړل شوي ځای د اوسیدونکو بهرنیانو تشخص ځانته معلومول، د هغوي د تګ راتګ وخت څارل، پر هغه ځای د برید کولو امکانات سنجول او… هرڅه په پام کې نیول شوي وي.

خو له دواړو احتمالاتو څخه دا نتیجه ترلاسه کیږي چې د کابل ادارې امنیتي او کشفي چارواکي نه د باور وړ او نه هم د بریدګرو له بریدونو څخه د کابل ښار د ساتلو وړتیا لري .

که هغوي دا کار د مادي امکاناتو د ترلاسه کولو په خاطر کوي نو دا هم شونی ده چې یو وخت د مادياتو په عوض کې دخپل لومړی نمبر مشرانو پر سر هم معامله وکړي؛ ځکه چې د دوي اصلي هدف دمادیاتو ترلاسه کول دي هغه که په هره ممکنه طریقه ورته میسر کیږي دوي ورباندې صرفه نه کوي.

او که دا کار دجهادي عمل ترسره کولو په نیت کوي هم د بهرنیو او دولتي چارواکو لپاره ډیر خطرناک تمامیدای شي، ځکه تر اوسه بهرني ځواکونه پردې نه دې توانیدلي چې په لیري پرتو سیمو کې وسله وال مخالفین له منځه یوسي، نو دا خو به لا ډیره خطرناکه شي چې هماغه وسله وال د هلمند، کونړ، خوست، غزني ، قندوز د دښتو په ځای په ولسمشریزه ماڼۍ، دفاع وزارت، پارلمان، څارندوي قومنداني او ملي امنیت په اداراتو کې د دولتي چارواکو او کارکوونکو په نوم ځای ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

غزنیوال صاحب السلام علیکم : تاسی چه د مقاوومت د سرتیرو یا استشهادی فدایانو یادونه کړی چه یا دوی داسی او یا دوی داسی دی ځکه خپلو اهدافو ته رسیږی ولی دغه دواړه ناسمه دلایل تاسی لیکلی ، خدای دی وکړی زما دا تبصره ولولی او خپلی لوی غلطی ته مو پام شی کیدی شی تاسی عقید مند څوک یاست مګر عقل دی لږ کار پریښی زه به ستاسی د پوښتنی ځواب در سم کړم که مونږ د د اوسنی جنګ مقایسه د مادیاتو له مخی کوو نو اوس به د طالبانو پوی هم پاتی نه وی ، تراوسه په… نور لوستل »

شاهد غزنیوال

محترم ځلمی صاحب!

ډیره مننه ستاسي له پرځای لارښونې

هیله ده تل مو په همداسې بزرګوارانه پیرزوینو ونازوئ

ډیره مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x