افغانستان

د هندوستان لمړى وزير په دوه ورځني سفر کابل ته راورسيد

karzai_with_manmohan_singhنن د پنجشنبې په ورځ تر غرمې دمخه د هندوستان لومړى وزير د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسيد. هغه پداسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کيدو څخه وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې د خورا سخت پړاو څخه تيريږي.

د هندوستان صدر اعظم من موهن سنګ به په دې دوه ورځني سفر کې په کابل کې له ولسمشرکرزي

او نورو افغان چارواکو سره وګوري او ويل شوي چې له تروريزم سره مبارزه ، د افغان ځواکونو پياوړتيا او په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژل کيدل به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اصلي محور وي.

د افغانستان په جمهوري رياست کې يو شمير سرچينو ويلي چې له من موهن سنګ سره به يو شمير نور لوړ پوړي هندي چارواکي هم په دې دوه ورځني سفرکې ملګري وي او دا چارواکي به په کابل کې له خپلو افغان سيالانو سره په بيلا بيلو مسايلو خبرې آترې وکړي.

هند چې له پاکستان سره له پخوا څخه کلک مخالفتونه لري له ډيرو کلونو راهيسې وايي چې تروريستان په پاکستان کې روزل کيږي او پر هند يې هم په تيرو کلونوکې خونړۍ او دردوونکې حملې کړيدي.

او تیره ورځ دا هم په ډاګه شوه، چي هندوستان خپل په هغه پنځوس کسیزه تور لیست کي چي هندوستان يي په تروریزم متهمه وي، او د محاکمې غوښتنه يی کوي، د پاکستان ۵ کسه جګ پوړي جنرالان هم نومولي دي، او د پاکستان څخه يي غوښتنه کړې چي دوی ته وسپارل شي، تر څو به هندوستان کي دننه محاکمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x