ادبي لیکني

د ژوند ادبي بهير د ۹۳ يمې ناستې راپور

راپور: نقيب احمد عزيزي

ژوند ادبي بهیر د ۱۳۹۳ ل کال دليندۍ پر درېیمه خپله پرلپسې ۹۳ يمه اونيزه غونډه په ننګرهار پوهنتون کې د شاه محمود عابد په تلاوت پیل کړه. دغونډې ویاند حمید الله همیم، مېلمانه يې عبدالباسط امیرزوی او نواب شاه ځدراڼ وو او کوربه يې نقیب احمد عزیزي و.

دتیرې اونۍ راپور وحید الله الهام ليکلی و، چې د ناوخته راتګ په وجه عزيزي ولوست. په سرکې هلال عاجز وويل د سباوون مشال تخلص خاموش ليکل شوی و، دا چې هغه اوس مشال تخلص لري بايد راپورګر دقيق متوجه شوی وای. عاجز دا هم ويل چې د ده نظر سم نه دی را اخيستل شوی. عزیزي دا نظر درلود چی راپورګر ته د راپورليکنې تر تخنيکي جوړښت وروسته دقت هغه لازم رکن دی چې د نظرياتو د سم انعکاس چاره يې پر غاړه ده. اتل مشواڼي وويل، ډېرځله ادبي راپورليکونکي ته دراپور داوږدیدو اجازه نه ورکول کیږي، چې ښه نه ده. د الهام د راپور په هکله د ځينو ګډونوالو خبره دا وه چې د تېرې غونډې پر ادبي درس ورکړل شوي نظرونه يې کم را اخيستي وو او راپور يې د تېر راپور په هکله د شويو خبرو په راوړولو ډک کړی و.

محمد صدیق روان په دې هيله و چې بهير دې درې کسه څارونکي وټاکي چې راپور په رسنيو کې تر خپرېدا وړاندې وګوري. همیم دشېراغا دا نظر -چې یو کس باید له یوه تردرې یاڅلور ځله پورې پرلپسې راپورونه ولیکي چې تجربه يې زياته شي- دغوروړ وباله. خلیل معروف خېل دا نظر نه خوښ نکړ او دليل يې دا و چې د وخت له محدوديته دلته ډېرو ملګرو ته نوبت نه ور رسېږي. مشواڼي اوعزیزي یوکس ته ددوو اونیو لپاره راپور لیکل مناسب وبلل. خان ولي کامران په راپورکې دشاعرانو دنومونو شتون ځکه اړین وباله چې دملګرو پیژندنه به داوږد مهال په نسبت ژر ترسره شي. خو د ډېری ګډونوالو پرېکړه دا وه چې د نومونو ليست په راپور کې بې ګټې اوږدوالی پېښوي.

په دويمه برخه کې ځانګړې موضوع وړاندې شوه چې د خلیل معروف خېل له خوا پکې د هيواد د نومیالي ادیب عبدالرحمن پژواک ژوند او فن لنډ-لنډ معرفي شول.

د غونډې په درېیمه برخه کې دهلال عاجز پر هنري ليکنه/ادبي ټوټه کره کتنه پيل شوه. وحیدالله الهام د عاجز ادبي ټوټه د جوړښت په لحاظ لنډې کیسې ته نږدې وبلله، ويې ويل چې په ادبي ټوټه کې دامهمه نده چې له کوم ځایه پیل شي. الهام په ادبي ټوټه کې د لنډو جملو د راوړلو طرز خوښاوه. عزیزي دلنډې کیسې او ادبې ټوټې توپیرونه کم و نه بلل، ويې ویل، په ادبي ټوټه کې د ډېرو کرکټرونو د نه شتون تر څنګ د پيل او پای ډول د لنډ‌ې کيسې غوندې نه وي او د تخيلي انځورونو او مکالمو په رنګ لړلې وي. عزیزي هم د عاحز د راوړې ټوټې جوړښت ځکه لنډې کيسې ته ورته وباله چې پیل يې له زماني امتداد سره موازي روان و. راوي پکې د ماشومتوب له وخته تر ځوانۍ د ژوند کيسه تمثيلوله. هميم دادبي ټوټې ښکلا د لوړ خيال د انځورونو شتون ګاڼه. مشواڼي هم وویل چې په لنډه کیسه کې دکرکټر موجودیت او په ادبي ټوټه کې يې نه شتون له يو-بله د توپيرونې ستر ټکي دي. مشواڼي په ليکنه کې ځينو کلمو ته ګوته نيوه چې بايد معياري وليکل شي، ده وويل دلته (ځوی) کلمه سمه نه ده، د پښتو په اوسني ليکدود کې په (ز) توري ليکل کېږي. عزیزي ته د عاجز په ليکنه کې د نامستقيم بيان لېږدونکو جملو خوند ورکړ او دا ډول طرز يې د بيان لپاره د ضمني هنري خوند د پنځولو سرچينه ګڼله. الهام د دې ټوټې عاطفي محتوا وستايله. ځينو ګډونوالو ته پکې بيان شوې دا سوژه چې (يتيم له موره اختر ته کالي غواړي…) سولېدلې بلله. د کره کتنيزو څرګندونو په پای کې عاجز د ټولو نظرونو ته په احترام وويل چې غواړي په دې برخه کې پرمختګ وکړي؛ خو هيله يې دا وه چې تل يې نيمګړتياوې ور وښوودل شي.

وروستۍ برخه خوږه مشاعره وه چې لسګونو ګډونوالو پکې خپل او غوره کړي شعرونه ولوستل. ځينو ملګرو د پکتيکا د يحياخېلو پېښې شوې غمېزې ته ځانګړې له وير ډکې نغمې واورولې. د راتلونکې غونډې لپاره ادبي درس خالد افغان واخيست او د ځانګړې موضوع د رواړلو ژمنه وحید الله الهام وکړه. غونډه دمازدیګر له لمانځه وروسته د پکتيکا شهيدانو ته دقاري نقیب الله احمدي په دعا پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x