
روغتیا
ايبولا تر اوسه لويديځه افريقا کې ۷۰۰۰ کسان وژلي دي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): د روغتيا نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې لويديځه افريقا کې د ايبولا وايرس له امله نژدې اووه زره کسان وژل شوي دي.
راپور کې راغلي، چې د نوموې ناروغۍ له امله يوازې لايبريا هېواد کې لږ تر لږه څلور زره تنه وژل شوي او پر ايبولا د اخته کسانو شمېر تر اوو زرو پورې رسيږي.
سيراليون هېواد کې ۱۵۰۰ او ګانا کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه مړه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ايبولا ناروغي روان کال په لويديځه افريقا کې راپيدا شوه، چې لومړنی يې سيراليون، لايبريا او نايجريا هېوادونو کې خلک اغېزمن کړل.
ايبولا د نړۍ تر ټولو مرګونو ناروغيو کې شمېرل کيږي او په څو ورځو کې د انسان ژوند اخيستی شي.
د ايبولا ناروغۍ پيژندنې او له هغې څخه د ځان ژغورنې په اړه نن ټکی اسيا يو څېړنيزه ليکنه هم خپره کړې، چې لينک يې په لاندې ډول دی.