
نادري ناولده
په برتانیه کې اوس هم انسانان خرڅ او پیرودل کیږي
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): په متمدنه نړۍ کې اوس هم د تمدن دعوه کوونکي د حجر د زمانې په کارونو کې له ټولو مخکې دي.
په دې وروستیو کې د برتانيي بهرنیو چارو وزارت راپور وکړی چې اوس هم ۱۳۰۰۰ غلامان په دغه هیواد کې شتون لري چې د ځینو سرمایه دارانو له لورې خرڅ او پیرودل کیږي.
برتانیي بهرنیو چارو وزارت له خوا وړاندې شوې دغه راپور کې ویل شوی چې اوس هم دغه هیواد کې ښځې په جنسي اړیکو ټینگولو مجبوریږي او کب نیونکي او په زراعتې ځمکو کې کار کوونکي له غلامانو هم بدتره ژوند لري.
دغه خپره شوې راپور پر بنسټ د غلامۍ لپاره له نورو هیوادونو څخه په خاصه توګه له البانیه، نایجیریا، ویتنام او رومانیا څخه خلک راوستل کیږي.
یوې امنیتي ادارې په وینا یوازې روان کال کې ۲۷۴۴ کسان غلامان شوي. دغه معلومات د قاچاق له مرکزونو او سرحدي ځواکونو په مرسته لاسته راغلی.