افغانستان

د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کي بهرنیانو یو پولیس افسر او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ ووژله

nangarhar_12years_old_grils_killed_by_natoنن ټکی آسیا: د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو تیره شپه په شپنۍ عملیاتو کي پر یوه کور عملیات کړي، او د یوه پولیس افسره سربیره يي ۱۲ کلنه نجلۍ وژلې ده.

ویل کيږي چي دغه پيښه د سرخرود د میاګانو بانډې په سیمه کې را منځته شوله، چي له کبله يي د یوې کورنۍ دوه تنه ووژل شوه.

 

ددغه کور یو خاوند نیک محمد رسینو ته ویلي: چې د شپې پر يوه بجه بهرنيو ځواکونو د دوى د کور دروازه په بمونو والوځوله.

هغه زياته کړه، چې بهرني سرتېري د دوى کور ته ننوتل او پلټنې يې پيل کړې.

نېک محمد وايي: ((زما ١٢ کلنه لور، چې له بهرنيانو ووېرېده، له خونې يې منډه کړه، نو بهرنيو ځواکونو پرې لاسي بم وغورځاوه او هغه يې ځاى پرځاى ووژله.))

 د نوموړي په وينا، د شکرالله په نوم د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ يو صاحب منصب، چې په اصل کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى او د دوى په کور کې اوسېده، هغه هم د بهرنيو ځواکونو له خوا ووژل شو.

نېک محمد زياته کړه، چې شکرالله د دوى خپلوان دى او هره ورځ لغمان ته نه شي تللاى، ځکه نو د دوى په کور کې اوسېده.

نوموړى وايي، چې دوى د وژل شوي افسر کارت بهرنيانو ته وښود، چې هغه د پوليسو افسر دى، بيا يې د عملياتو په پاى کې بښنه وغوښته او ويې ويل، چې له دوى سهوه شوې ده.

هغه له ولسمشر حامدکرزي وغوښتل، چې د بهرنيو ځواکونو د دغه ډول خپلسريو عملياتو پوښتنه وکړي او مخه يې ونيسي.

د ميرويس په نوم د نېک محمد يوه ګاونډي هم ويلي، چې بهرني ځواکونه د دوى کور ته هم ننوتل او لاسي بمونه يې وغورځول.

د هغه په وينا، دوى يې ټول وويستل او هغو کور وپلاټه.

په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ياد عمليات تاييد کړل، خو ويې ويل، چې په دې اړه به نور معلومات وروسته ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x