افغان لوبډله بیا هم له سختې ماتې سره مخ شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغان او اماراتو لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالو دوهمه لوبه تر سره شوه. دغه لوبه کې افغان لوبډلې په ۶ ویکټو ماتې وخوړه.

نننۍ لوبه پچه د اماراتو لوبډل مشر وگټله او افغان لوبډلې ته د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډله د نوروز منگل ۱۲۹ منډو په مرسته ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو وروسته ۲۸۰ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې نوروز منگل ۱۲۹، افسر ځاځۍ ۵۱ او سمیع الله شینواري ۲۵ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لپاره کراتې ۳ او ګروج ۲ ویکټې واخیستې.

اماراتو لوبډله ټاکل شوی هدف د لوبډل مشر خرم خان ۱۳۲ منډو په مرسته د لوبې په ۴۸.۲ اورونو کې یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او دغه لوبه يي په ۶ ویکټو وگټله.

اماراتو لپاره محمد شهزاد ۷۹ منډې جوړې کړې او خرم خان ۱۳۲ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

دغه لوبه کې د افغان لوبډلې د ماتې لامل ضعیفه توپ اچونه ګڼل کیدی شي ځکه چې افغان توپ اچونکي د امارتو توپ وهونکو د منډو جوړولو مخه ونشو نیولی.

نننۍ لوبه کې دولت ځدران دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د