کرکټ یو بل لوبغاړی هم قرباني کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): تیره ورځ په بیت المقدس کې د کرکټ یو لوبڅار چې د اسرائیلو ملی لوبډلې پخوانی لوبډل مشر هم و په توپ لگیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پيښه په داسې حال کې را منځ ته شوې چې دوه ورځې مخکی استرالیايي لوبغاړی هم په توپ لګیدو له امله مړ شوی و.

د اسرائیلو کرکټ اتحادیي په وینا نوموړی هیلېل اوسکار نومیده چې د توپ وهونکي په شاټ لګیدلی او روغتون ته تر انتقالیدو مخکې یې ساه ورکړه.
اوسکار ۵۵ کلن و او د اسرائیلو کورنيو لوبو کې يي د لوبڅارۍ دنده په غاړه درلوده. نوموړی د اسرائیلو ملي لوبډلې ته هم ډیرې لوبې کړي.

اسرائیل کرکټ بورډ په وینا اوسکار یو نړیوال لوبڅار و چې د اروپا په رسمي سیالیو کې او د اسرئیلو په کورنيو لوبو کې يي د لوبڅارۍ دنده اجرا کړې وه.

پولیس وايي چې د نوموړي د مړینې په اړه خپلو څیړنو ته ادامه ورکوي. د پولیسو په وینا توپ د توپوهونکی له لورې د لوبڅار په خوا وهل شوی و چې نوموړي د تیښتې هڅه وکړه چې ناکامه شو او توپ د نوموړي د مړینۍ لامل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د