د شوراب جګړه څلورمې ورځې ته وغځېده، بریدګر لا هم مقاومت کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): د شوراب پر پوځي هوايي اډې جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې او څو تنه بریدګر لا هم د اډې دننه مقاومت کوي.

د شوراب پر پوځي اډې برید د لیندۍ پر ۶مه د جمعې پر شپې ۸ بجې پیل شو او تر دې مهاله څو تنه بریدګر د ۲۱۵ قول اردو عسکرو پر ضد جنګیږي.

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې او بریدګر د پوځي اډې تر ټولو خوندي ځای کې مورچې نیولي او له امنیتي ځواکونو سره نښتې کوي.

د ولایت د والي ویاند عمر ځواک له قوله بریدګرو د اډې په هغې تلخونې کې مورچې نیولي چې د بېړنیو حالاتو پر مهال به د اډې دننه د سرتیرو د خوندیتوب لپاره کارول کېده.

ځواک زیاتوي چي تلخونه (زېرزمیني) د نظامي معیارونو له مخې جوړه شوې او له بریدکونکو سره د نښتې د اوږدېدو لامل هم همدا دی چي د ورتګ لار يې ډېره محدوده ده.

د شوراب د برید په اړه طالبانو په خپل وروستي خبر کې ویلي چې برید څلورمې شپې ته غځېدلی.

طالبانو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې «سهار مهال د اډې دننه د سپکو او درنو وسلو د ډزو اوازونه واوریدل شول چې له دواړو لوریو ترسره کیدل او جګړه په شدت روانه وه، شیبه وروسته ډزې ارامې شوې او د مازیګر په وخت بیا د ډزو اوازونه واوریدل شول.»

ضد او نقیض ادعاوې

د شوراب په عملیاتو کې د طالبانو له قوله ۱۰ تنو بریدګرو برخه اخېستې ده خو امنیتي چارواکي د ۲۶ طالبانو د وژنې ادعا کوي.

دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې او په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې په شوراب کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو سره د تېرو ۳ ورځو راهیسې جنګیږي.

دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې او په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې په شوراب کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو سره د تېرو ۳ ورځو راهیسې جنګیږي.

د شوراب د برید په اړه د هلمند ولایت امنیتي چارواکو ضد و نقیضې ادعاوې کوي.

د برید پر لومړۍ ورځ عمر ځواک جګړه ختمه وبلله او د ۶ تنو سرتیرو او بریدګرو د وژنې راپور یې ورکړ. وروسته د شوراب پوځي اډې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني رسنیو ته وویل چې جګړه لا هم روانه ده او ۲۰ تنه سرتیري بریدګر یې وژلي.

په عین حال کې د ۲۱۵ قول اردو مرستیال قومندان ډګر جنرال حاجي محمد هم ورته ادعا وکړله او د ۲۶ سرتیرو د وژنې او د جګړې د قابو کولو خبر یې ورکړ، خو د دوو ورځو په تيریدو سره لا هم جګړه روانه ده.

دفاع وزارت هم ویلي چې د برتانوي ځواکونو پر پخوانۍ پوځي اډې چې اوس په کې افغان ځواکونه میشت دي، طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې ۲۰ بریدګر او ۵ تنه د ملي اردو عسکر وژل شوي.

دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي چې د ۲۰ تنو بریدګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

خو د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک نن د لیندۍ په ۹مه رسنیو ته ویلي چې په برید کې ۵ عسکر او ۹ طالب بریدګر وژل شوي دي او جګړه لا هم روانه ده.

طالبان وايي چې د جګړې د پيل په لومړۍ ورځ د جګړې له ډګره سرتیرو بریدګرو په تلیفوني غږیزو پیغامونو کې دوی ته ویلي چې ډيرو مهمو ځایونو ته یې ځانونه رسولي او ګڼ شمېر مهمات او وسایل یې ترلاسه کړي چې ښايي تر درې ورځو پورې دوی عملیات وغځوي . طالبانو د بریدګرو مخابراتي خبرې هم خپرې کړې.

طالبانو ویلي چې د شوراب په جګړه کې تر ۲۰۰ زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې همدا راز ګڼ شمېر پوځي وسایط، ټانګونه، شوبلې او تیلو زخیرې یې له منځه وړي.

رسنۍ شوراب ته نېږدې نه ورپریښودل کیږی

د شوراب پوځي اډې د جګړه نېږدې ۶۱ ساعته پوره کیږي، خو سربېره پر دې سیمې ته نېږدې هيڅ خبریال نه ورپریښودل کیږي.

د هلمند ولایت د خبریالاتو ټولنې ویلي چې د ۲۱۵ قول اردو چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې د خبري پوښښ لپاره به د جګړې سیمې ته پریښودل کیږي؛ خو تر دې مهاله قومنداني دوی نه پریږدي چې د جګړې سیمې ته نيږدې ورشي.

د دغې ټولنې یو غړي سردار محمد سروري پژواک ته ویلي چې د ۲۱۵ ميوند قول اردو پخوا هم له خبريالانو سره معلومات نه دي شريک کړي او د شوراب په پېښه کې يې هم خبريالان «ډېر سرګردانه کړل.»

د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې

د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې

کندهار مېشتی ژورنالست صدیق الله افغان هم د هلمند پر امنیتي چارواکو نیوکه کړې چې د شوراب د جګړې په اړه نه معلومات ورکوي او نه يې هم سیمې ته ورپریږدي.

نوموړي پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي: «د هلمند چارواکي د خبریالاتو سره د ښوراب د جګړې په اړه معلومات نه شریکوي او نه یې سیمې ته پریږدي. دا ده د بیان ازادي».

پژواک خبري اژانس وايي د دوی خبریالانو ډيره هڅه وکړه چې د ملي اردو له مسوولينو سره خبرې وکړي، خو هغوی خپل ټېلېفونه بند کړي او په دې تړاو رسنيو ته څه نه وايي.

د ۲۱۵ قول اردو مسوولینو خبريالانو ته ويلي و، چې د ښوارب اډې د پېښې د څرنګوالي په تړاو يې واشېر ولسوالۍ ته بيايي، خو تراوسه يې بيا په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو هم له رسنیو غوښتي چې د شوراب سیمه له نېږدې وګوري او حقیقت معلوم کړي.

ولایتي شورا غړي د برید دوام د ۲۱۵ قول اردو مسوولینو کمزوري بولي

د ښوراب فوځي مرکز ته د ننوتلو سرتیرو خپور شوی انځور

د ښوراب فوځي مرکز ته د ننوتلو سرتیرو خپور شوی انځور

 

د هلمند د ولایتي شورا غړي د شوراب پر پوځي اډې د برید څلورمې ورځې ته غځېدل د ۲۱۵میوند قول اردو د مسوولینو کمزوري بولي.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د هلمند ولایت ولایتي شورا رییس حاجي کریم اتل له قوله لیکلي چې ۲۱۵ ميوند قول اردو مسوولين د قرارداديانو په ډول کار کوي او د ده په وينا مديريت يې کمزورى دى.

نوموړي زیاته کړې چې که له مسوولینو سره محاسبه وشي سلګونه کسان به غير حاضر وي او معاشونه به يې مسوولين اخلي.

نوموړي دا تاییده کړې چې ښوراب اډه کې نښته لا هم روانه ده.

همدا راز د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې چې د ښوراب اډې د نه ساتنې په غبرګون کې د ۲۱۵میوند قول اردو عدلي ارګانونو ته معرفي کړی.

نوموړي ویلي چې دغه راز بريد دوى او ټول ولس ته شکونه پيداکړي، چې له دومره ډېرو پوستو او ديوالونو څنګه طالبان تېر شوي.

طالبانو د ګډ حکومت او له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکېدا راهیسې په پلازمېنه کابل او نورو سیمو کې خپلې حملې پراخې کړي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد ابوبکر
میلمه
حماد ابوبکر

دلته اوسپنه او ایمان دی ټکر شوی څوڅو واره ، رسوایی نه بل څه نه وبرخلیک د ظالمانو . ږمونږ پوخ باور دی چی قوی او مقتدر رب به د خپلو ثابتو سننو اوتلپاتی عادتونو له مخی زمونږ دتنکیو نازولو فدایی ځوانانو د غلبیل شوو او ټوټی شوو جسدونو په تحفه کی افغان ولس ته تاریخی سوبه او بریا ډالی کړی، او داسلام دمقدس دین دښمنان به زمونږ له هیواده دخپلو اسلافو په څیر سر ځوړی ‍ذلیل مات او رټلی وځغلوی ، مومنو هیوادوالو ! داسلام په ننګ وتلو غازیانو تر څنګ ځایونه ونیسی ، دهغوی خوا کی ودریږی ،… نور لوستل »