افغانستان

امریکایی سناتور: بلاپه افغانستان کی ده خو سر یی په پاکستان کي ده

americans_are_desappointed(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۱) واشنګټن: دامریکي دسنا مجلس دبهرنیو اړیکو دکمیټي غړي باب کورکر وایی په افغانستان کي دراوتلي بلاسر په پاکستان کي ده، دسنا ومجلس ته وینا پرمهال باب کورکر زیاته کړه په افغانستان کي زمونږ ځواکونه ډیر مایوسه دي، ځکه هغوي وایی په کوم ملک کی چي مونږ ددوي په اصطلاح له کومي بلاسره په شخړه اخته یو دهغي سر په پاکستان کي او لکي چي یی هرڅومره ځپو خو هغه بیرته راپورته کیږي. نوموړي زیاته کړه په ایبټ اباد کي داسامه بن لادن موجودیت وامریکي ته موقع په لاس ورکړي ده چي له پاکستان سره پرخپلو اړیکو باندي له سره غور وکړي او دپاکستان په اړه امریکا باید په سیاست کي تغیرات راولي. نوموړي دخپلو خبرو پرمهال وویل امریکا له هغه چاسره مالي مرسته کوي چیري چي زمونږ دښمن اوسیږي. باب کورکر وویل په افغانستان کي دامریکایی ځواکونو جنګ ددوي په اصطلاح له ترهګرو سره نه بلکه له نورو هغو وړوکو وړوکو ډلو سره په جنګ کي راګیر ده چي په مختلفو جرمونو کي لاس لري. کورکر وویل زه ځکه داخبره کوم چي امریکایان په افغانستان کي ددوي په اصطلاح له ترهګرو سره نه بلکه له نورو ګروپونو سره په جنګ اخته دي ځکه افغانستان ته زما دسفر پرمهال ما له یوه زندان څخه لیدنه وکړه، چي په ۱۵۰۰ زندانیانو کي یواځي ۸۰ کسه ویره اچونکي وو نور ټول زندانیان هغه کسان وو چي په عامو جرمونو باندي اخته وو. بخت الرحمن بخت …………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x