افغانستانخبرونه

د امریکا سفیر ته د ګډ حکومت دواړو مشرانو په شریکه مډال ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د امریکا سفیر، جیمز کننګهم ته د ګډ حکومت لخوا د «غازي محمد اکبر خان» مډال ورکړل شو.

په دې اړه له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «جیمز کننګهم» ته د هغو خدمتونو په ویاړ دغه مډال ورکړل شو چې نوموړي د خپل ماموریت پر مهال په افغانستان کې ترسره کړي.

ښاغلي کننګهم یو له هغو امریکايي دیپلوماتانو څخه و چې د ټاکنیزو لانجو او شخړو پر مهال د اشرف غني و عبدالله ترمنځ د منځګړي رول لوباوه.

که څه هم د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا سفیر ته ولسمشر اشرف غني مډال ورکړ او اجرایوي ریيس په غونډه کې یوازې ګډون کړی و؛ خو په هغو انځورونو کې چې د یادو مراسمو پر مهال اخیستل شوي لیدل کیږي چې اجرایوي ریيس «ډاکټر عبدالله عبدالله» له ولسمشر سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د جیمز کننګهم په سینه په شریکه مډال ټومبي.

د هېوادونو دیپلوماتیک رسم داسې وي چې د دولت د یوه مقام لخوا چا ته مډال ورکول کیږي. په صدارتي نظامونو کې یا ولسمشر او یا هم لومړی وزیر مډال ټومبي؛ خو د افغانستان په اوسني ګډ حکومت کې دوه چارواکي په ګډه یو مډال ځړوي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي «یان کوبیش» ته هم د ګډ حکومت مشرانو په ګډه په سینه مډال وځړاوه.

باید وویل شي چې له لانجمنو ټاکنو وروسته اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني سره په ټولو حکومتي چارو کې د ۵۰٪ فیصده واک په شریکولو جوړجاړي ته رسیدلی.

د یادونې وړ ده چې د مډال ځړولو د مراسمو په پای کې د ګډ حکومت مشرانو هر یو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفیر څخه په ګډه مننه وکړه او نوموړي ته یې په چارو کې د لا موفقیت هیله څرګنده کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

دغلامی بی څاری مزی مو نوش جان، دټولو غلامانو رکارډ مو مات کړ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x