افغانستان

په نورستان کي د ملي امنیت یوه چورلکه را غورځیدلې

ana_helcopter_crashedنن ټکی آسیا: د نورستان په مرکز پارون ښار کي د ملي اردو یوه چورلکه را وغروځیده.

د نورستان والي جمال الدین بدر ویلي چي دغه پيښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوه، کله چي د کابل څخه د ملي امنیت یو کنډک پارون ته د چورلکو په ذریعه را انتقالیده، چي د چورلکي د کښناستو په وخت کي يې یو وزر له یوې نيژدې وني سره ولګید، او چورلکه پر مځکه را پرېوته.

د نومړي په وینا چورلکه کي سپاره کسان خوندي پاته شول، او تنها دوه تنه سپرلي یی ټپیان شوه، چي روغتون ته رسول شوي دي، او روغتیايي حالت يي د ډاډ وړ دی.

که څه هم د نورستان والي ویلي چي په دغه پيښه کي وسله وال طالبان لاس نه لري، خو د تیري ورځي راهیسي په دغه ولایت کي د طالبانو له خوا پر امنیتي مرکزونو او پوستو پراخ بریدونه پیل شوي دي، چي ځايي چارواکي يې په دې اړ کړه تر څو د کابل څخه د نورو ځواکونو غوښتنه وکړي، چي همدا کنډک د هغي غوښتني له امله نورستان ته لیږدول شوی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x