افغانستان

غزنی: اربکیانو له اختطاف وروسته سپین ږیری وواژه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې مېشتو اربکیانو د دې ولسوالي د شینکۍ د کلي یو تن سپين ږیری له اختطاف وروسته وژلی او په څاه کې اچولی دی.

د بازمحمد کاکا خپلوان وايي چې څو ورځې وړاندې اربکیانو بازمحمد کاکا اختطاف کړ او له کورنۍ نه يې د سل زره کلدارو غوښتنه وکړه.

د سیمې د خلکو له قوله د بازمحمد کاکا کورنۍ ټاکلې اندازه روپۍ اربکیانو ته وسپارلې او هغوی ورته وویل چې دویمه ورځ به بازمحمد کاکا کورته درشي.

د دوو ورځو له تېرېدو وروسته د بازمحمد کاکا خپلوانو د هغه پوښتنه وکړه او د سیمې اربکیانو ورته وویل چې هغوی له پوستې ویستلی او نور پرې خبر نه دي، له نږدې څلورویشت ساعته پلټنې وروسته يې د نوموړي جسد په یوه څاه کې وموند.

د بازمحمد کاکا جسد په سینه په مرمیو ویشتل شوی و او د شا له اړخه په چاقوګانو څېرې شوی و.

دا لومړی ځل نه دی چې اربکیان په ګیلان ولسوالي کې داسې عمل کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم دسیمې له کوچیانو په زور پسونه وړي دي او ان د کوچیانو له کډو نه يې سپي هم خپلو پوستو ته بیولي دي.

د سیمې خلک وايي چې د ګیلان په شینکۍ سیمه کې اربکیان له خلکو نه په زور په نوبت سره له هره کوره درې وخته خواړه چې د پسه درې کیلو غوښه او شپيته پاستي ډوډۍ پکې ضروري ده را ټولوي.

تر دې وړاندې د غزني په قره باغ کې هم د سیمې اربکیانو په هر کلي باندې د ژمي په رارسېدو سره اتیا منه لرګي جبري کړي دي، چې ښايي د ژمي په منځ کې دا اندازه زیاته شي.

د نوي حکومت له پیل سره خلکو تمه لرله چې سیمې به د اربکیانو له شره پاکې او د یوقانوني چوکاټ نظامي ځواکونه به شي، خو د ډېرو نورو هیلو په څېر دا هیله هم اوبو یووړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x