
برتانيا کې تر ټولو زيات توکميز چلند له مسلمانانو سره کيږي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۳ل): برتانيا کې د اداري چال چلند په اړه نوې ترسره شوې سروې کې ويل شوي، چې د اداري چال چلند په اړه تر ټول ناوړه رويه او توکميز چلند له مسلمانانو سره کيږي.
د برتانيا برسټل پوهنتون په خپله تازه سروې کې وايي، چې د اداري چلند او پر دندو د ګمارلو په اړه تر ټولو ناوړه چلند له مسلمانانو سره کيږي او مسلمانانو ته په دفتري دندو کې مناسبه او پر ځای ونډه نه ورکول کيږي.
د برسټل پوهنتون د اجمتاعياتو پوهنځۍ دوو پروفيسرانو نبيل خطاب او ران جاسټن په مشرۍ کې ترسره شوې سروې کې راغلي، چې برتانيا کې د څوارلسو لږهکيو تر منځ تر ټولو ناوړه او توکميز چلند له مسلمانانو سره روان دی او د نورو لږهکيو په مقابل کې دوی ته د وظيفو او دندو ۷۵ سلنه کمه موقع ورکول کيږي.
نبيل خطاب وايي، چې د همدې ناوړې رويې له امله برتانيا کې اوسيدونکي ډېر لايق او تکړه مسلمانان له دندو بې برخې ګرځي او که دا لړۍ همداسې روانه وي، نو برتانيا کې د اوسيدونکو مسلمانانو او نورو مذهبونو د پلويانو تر منځ به د مساوات او ورورګلوۍ دا اوسنۍ فضا ډېره خړه پړه شي او راتلونکی يې ډېر ګواښنده دی.
د يادې سروې له خپرېدو څو ورځې وړ اندې د برتانيا د معارف وزارت د تفتيش ريس مايکل ولشاو په خپل څېړنيز راپور کې ويلي و، چې د لندن «ټاور هيمليټس» ښار کې شپږ اسلامي مدرسې بايد بندې شي او د داسې مدرسو درسي نصاب يې د برتانيې لپاره ګواښ بللی و.
د معارف وزارت په څېړنيز راپور کې ويل شوي، چې استادان او زدهکوونکي د لمانځه پر مهال ښوونځي رخصتوي او جوماتونو ته ځي، چې دا کار د زدهکوونکو وخت ضايع کوي.
د راپور بنسټيز اعتراض دا دی، چې د دغو مدرسو زدهکوونکي د برتانوي او اسلامي قواننيو تر منځ د تطبيق توپير نه شي کولای.
په راپور کې راغلي، چې دغو مدرسو کې اسلامي تاريخ او جغرافيه تدريسيږي او دې مدرسو کې يوه مدرسه داسې هم ده، چې ګرد تدريسي نصاب يې پر عربي ژبه تدرسيږي.
د برتانيا د معارف وزارت د تفتيش مدير مايکل ولشاو په مشرۍ کې په ليکل شوي راپور کې ادعا شوې، چې دغه مدرسې د اسلامي معارف پر غني کېدو ټيڼګار کوي او خپلو زدهکړو کې د نورو موادو پر ځای ديني مضامينو ته ډېر اهميت ورکوي.