نیوزیلینډ له پاکستان څخه خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او نیوزیلینډ تر منځ دریم ټیسټ لوبه پای ته ورسید. دغه لوبه کې پاکستاني لوبغاړي دوه ځلي توپ وهنه کې د نیوزیلینډ لخوا یو ځل توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف پوره نکړای شو او لوبه یي یو پړاو او ۸۰ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر گټلی و او توپ وهنې پریکړه يي کړې وه. پاکستاني لوبډله لومړۍ پړاو توپ وهنه کې ۳۵۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي ۳۵۲ منډو هدف وټاکه.


د پاکستان لپاره محمد حفیظ ۱۹۷، اظهر علي ۳۹ او مصباح الحق ۳۸ منډې جوړې کړې.


لوبې لومړۍ پړاو کې مارک کریګ ډیر غوره توپ اچونه وکړه او د نیوزیلینډ لپاره ۷ ویکټې اخیستلو سره ښه وځلید.


نیوزیلینډ توپ وهونکي په خپل وار پاکستاني توپ اچونکو ته ښه سبق ورکړ او د ۳۵۲ هدف په تعقیب یي ۶۹۰ منډې جوړې کړې.


دغه لوبه کې د نیوزیلینډ ټول لوبغاړي ښه لوبه وکړه. دغه لوبه کې میکلم ۲۰۲، ویلیمسن ۱۹۲، مارک کریګ ۶۵ او ټیلر، انډرېسن او سوتي پنځوس پنځوس منډې جوړې کړې.


د پاکستان لپاره راحت علی او یاسر شاه څلور څلور ویکټې واخیستې.


پاکستان توپ وهونکي د لوبې په دوهم پړاو کې هم و نه توانیدل د نیوزیلینډ لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يي په ۲۵۹ منډو وسوځیدله چې دغه منډو کې د اسد شفیق ۱۳۷ منډې د یادولو وړ دی.


د نیوزیلینډ لپاره بولټ ۴، سوتي ۳ مارک کریګ او ویټوري دوه دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د