افغانستانخبرونه

سنا: په دولتي ادارو کې د مخالفینو نفوذ د ناامنیو لامل دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په پلازمېنه او ځینو نورو سیمو کې له پراخو ناامنیو وروسته د مشرانو جرګې غړي اندېښنې څرګندوي.

د سنا غړي هم پر دې ټینګار کوي چې د افغان حکومت په امنیتي ځواکونو کې طالبانو نفوذ کړی او له همدې امله په اسانۍ سره کولای شي چې د زرغونې سیمې په ګډون د حکومت حساسې سیمې په نښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند هم وايي چې په هېواد کې روانه جګړه «ډېره پېچلې» ده: « په هېواد کې روانه جګړه، يوه پېچلې او د سيمې د استخباراتي کړيو د ګټو تر منځ د ټکر جګړه ده، په افغانستان کې هر څوک د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي او څوک به له بده مرغه د
دغو نيابتي جګړو تر شا لاس ونه لري؛ له همدې امله دغه جګړه يو څه پېچلې ده او هيله ده، چې خلک يې درک کړي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند هم د طالبانو د حملو د زیاتېدا لامل له امریکا او ناټو سره د نظامي تړونونو لاسلیک ګڼي.

په سنا کې د کابل د خلکو استازې، انارکلي هنریار هم د طالبانو د نفوذ پخلی کوي: «زه فکر کوم چې زموږ په امنیتي ځواکونو کې مخالفینو نفوذ کړی. د وزیراکبر خان او کارته سې حملې هغه څه دي چې پوښتنې راپاروي».

د مشرانو جرګې بل غړی چې له دولته نهیلي ښيي وايي: «پر خدای ځانونه وسپارئ، زه چې له کوره راوځم پر ځان مسنونه دعاوې چُف کوم».

د مشرانو جرګې مشر بیا پر پاکستان نیوکه کوي او پاکستان د جګړې طرف ګڼي. دی وايي چې که جګړه مخامخ شوې وه نو یا به «موږ اټک ته رسېدلي و یا به هغوی رامخکې شوي وو».

د کورنیو چارو وزارت ویاند هم د طالبانو پر نفوذ اعتراف کوي. دی وايي، په هېواد کې له نظامه بهر يو شمېر داسې کسان
موجود دي، چې له وسله والو مخالفينو سره د بريدونو په تر سره کولو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا د ولسمشرۍ نوماند، عبدرب الرسول سیاف او د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال دوستم هم پر دې اعتراف کړی و چې د جګړې د پراختیا لامل په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ له امله دی.

د یادولو وړ ده چې طالبانو هم وخت نا وخت څرګنده کړې ده چې د حکومت په لیکو کې د دوی نفوذي ملګري له دوی سره په د جګړو په پلانولو کې مرسته کوي.

طالبانو تېره اوونۍ په کابل کې ډېرې حساسې سیمې په نښه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x