صدیقي: امنیتي تړون زموږ ځواکونو ته ژوند ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې ځینې لوړپوړي امنیتي مسوولین د هېواد امنیتي ځواکونه د باور او د امنیتي مسوولیت د پورته کولو وړ بولي، مګر د کورنیو چارو وزارت ویاند نن په خبري ناسته کې افغان امنیتي ځواکونه لا هم د مرستې او تکيې وړ وبلل.

نوموړي چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په لارو چارو غږېده وویل چې طالبانو د امنیتي تړون له لاسلیک سره بریدونه ډېر او پراخ کړي دي، مګر دا تړون زموږ ځواکونو ته حیاتي ارزښت لري.

صدیق صدیقي د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په اړه وویل چې دوی به د هېواد د پلازمینې په ګډون په ټول هېواد کې د «دښمن پېژندنې» په اړه کمپاین پیل کړي او په خبره يې په دې توګه به دوی وتوانېږي چې طالبان تر برید وړاندې تر برید لاندې کړي.

د چارو شنونکي د کورنیو چارو وزارت له لوري د «دښمن پېژندنې» تر نامه لاندې دا کمپاین د اوبو اخیستي له لوري ځګ ته لاس اچول بولي او په خبره يې دا د کورنیو چارو وزارت ستره ناکامي په ګوته کوي چې تر لسیزې په ډېر وخت کې لاهم د «دښمن پېژندنې» تر نامه لاندې د دښمن په نښه کولو هڅه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په اړه د دې پلان د عملي کېدو په اړه معلومات ورکړل چې د طالبانو وروستیو بریدونو په لوړپوړو دولتي مسوولینو کې زورور درزونه پيدا کړي دي.

پخوا د ولسمشرۍ نوماند، عبدرب الرسول سیاف او د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال دوستم هم پر دې اعتراف کړی و چې د جګړې د پراختیا لامل په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ له امله دی.

طالبانو هم وخت نا وخت څرګنده کړې ده چې د حکومت په لیکو کې د دوی نفوذي ملګري له دوی سره د جګړو په پلانولو کې مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د