نړۍ

رسنۍ: د اسلامي دولت پر وړاندې نړيوال اتحاد څه ګټه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): امريکايي او برتانوي رسنيو د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ پر نړيوال ايتلاف نيوکې کړي او زياتوي، چې دغه روانه ستراتيژي د اسلامي دولت مخنيوی نه شي کولای.

«دي انډيپينډينټ ان سنډې» برتانوي جريدې د پېټريک کوکبيرن يوه مقاله خپره کړې، چې نوموړي په کې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ پر نړيوال ايتلاف او روانو جګړو سختې نيوکې کړي دي.

ليکوال زياتوي، چې د اسلامي دولت د جنګياليو مخنيوی د لندن په «هيترو» هوايي ډګر نه کيږي، بلکې د دغو جنګياليو مخنيوی بايد د سوريې او ترکيې پر سرحدونو وشي؛ ځکه چې دغه جهادي ډلې له دغو سرحدي سيمو راپيدا کيږي، عراق او سوريه له څو کالو راهيسې د اور په لمبو کې سوځي او نړۍ ورته ګوري.

ليکوال د منځني ختيځ ولسونه د اسلامي دولت پلويان بللي او زياتوي، چې د اسلامي دولت د ځپلو لپاره بايد د دوی مالي سرچينې کنګل شي او دغه سرچينې يې ټولې په منځني ختيځ کې دي؛ ځکه چې د منځني ختيځ ولسونه داسلامي دولت ملاتړي دي.

«ابزرور» ورځپاڼې بيا د اسلامي دولت تر ولکې لاندې اوسيدونکو په اړه ليکلي، چې دغو سيمو کې خلک د لوږې، فقر او بريښنا له ستونزو سره مخ دي.

ابزرور زياتوي، چې د دغو سيمو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري؛ ځکه چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف هوايي بريدونو کې د تېلو زېرمې نړولي، له امله يې خلک د پاکو اوبو له څښلو بې برخې شوي دي.

بل پلو امريکايي ورځپاڼې لاس اينجليس ټايمز د ډويل مکمناس يوه مقاله خپره کړې، چې د اسلامي دولت د پرمختګ يو ستر راز يې عراق کې اداري او نظامي فساد بللی، چې له امله د امريکا او نړۍ امنيت ته هم ګواښ متوجه دی.

ليکوال زياتوي، چې د روان کال په ترڅ کې کله اسلامي دولت پر عراق بريد کاو، نو شمېر له ۱۲زرو نه و اوښتی او د عراق پوځ له دوو لکو زيات و، مګر د اسلامي دولت پر وړاندې يې ډېر ژر خپلې وسلې پر ځمکه کيښودې.

ليکوال زياتوي، چې د عراقي پوځونو شمېر خو له دوو لکو هم زيات و، مګر دنده پکې ډېر لږو کسانو تر سره کوله او ډېری افسرانو د وهمي ليست تنخواوې او اعاشې اخيستې او کله چې اسلامي دولت پر عراق بريدونه پيل کړل، نو ډېر په اسانه يې د عراق ډېری سيمې ونيولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x