افغانستان

د کندهار ښار هرات بازار د یوه پولیس له وژلو وروسته وتړل شو

kandahar_bazarنن ټکی آسیا: لږ شیبی مخکي د کندهار ولایت په مرکز ښار کي وسله والو کسانو یو تن پولیس په ډزو وواژه، د پيښي له ځایه څخه عیني شاهدانو ویلي چي څو تنو وسله والو د هرات بازار په سیمه کي پر یوه تن پولیس ډزی وکړي چي له کبله يې پولیس ځای پر ځای ووژل شو.

د پيښي وروسته زیات شمیر امنیتي چارواکي سیمي ته راغلي، او هرات بازار په بشپړه توګه تړل شوی دی.

تر اوسه طالبانو یا چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلی.

درې ورځي مخکي وسله والو طالبانو د کندهار په ښار کي پراخ ډلییز بریدونه وکړه، چي نيژدې ۳۰ ساعته يې دوام وکړ، چي په کندهار کي د طالبانو د قوي او واکمن شتون ښکارندويي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x