ټکنالوژي

تر ۲۰۲۰ پورې به ټوله نړۍ سمارټ فون ولري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): د راپورونو پر بنسټ او د سمارټ فون کمپنۍ اوسنۍ ودې ته په کتو سره د ټکنالوژۍ څارونکو وړاندوینه کړې چې ۲۰۲۰ز کال پورې به ۶.۱ میلیارده کسان سمارټ فون ولري. اوسمهال ۲.۷ میلیارده کسان سمارټ فون استعمالوي.

ټکنالوژي څارونکو په وینا په نژدې راتلونکي کې به ټول شپږ او له شپږو څخه اوچت عمر لرونکي ماشومان به هم سمارټ فون ولري او له خپلو ملګرو سره به خبرې کوي.

یو سویډني شرکت د اریکسن په نامه چې په نړۍ کې د مخابراتي الاتو تر ټولو ستر تولیدونکی شرکت دی یوه سروې کړې چې دغې سروې نتیجې پر اساس ۲۰۲۰ز کال پورې به د نړۍ ۹۰ سلنه خلک چې عمر يي له ۶ کالو څخه زیات وي سمارټ فون ولري.

دغه کمپنۍ وړاندوینه کړې چې ۲۰۲۰ زیږیدیز کال پورې به د نړۍ ۶.۱ میلیارده اوسیدونکي سمارټ فون استعمالوي په داسې حال کې چې اوسمهال د نړۍ له ۷.۱ میلیارد نفوس څخه یوازې ۲.۷ میلیارده کسان سمارټ فون لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x