نادري ناولده

برتانيا کې اوس هم زرګونو کسان د غلامۍ ژوند تېروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): نړۍ ته د ازادۍ او د يموکراسۍ درس ورکوونکي هېواد برتانيا کې اوس هم داسې خلک شته، چې د ځناورو په څېر ژوند کوي او د انساني کرامت له هر ډول حقونو بې برخې دي.

د دې خبرې کره ثبوت د برتانيا کورنيو چارو وزارت هغه وروستی اعتراف دی، چې برتانيا کې لږ تر لږه ديارلس زره کسان اوس هم د غلامۍ ژوند کوي.

د برتانانيا د کورنيو چارو وزارت په خپل تازه راپور کې ويلي، چې دغه غلامان د جنسي موخو لپاره کارول کيږي، کورونو، پټيو او د ماهيانو په فارمونو کې شپه ورځ له هر ډول حقونو بې برخې شاقه کارونه کوي.

راپور کې راغلي، چې دغه غلامان د برتانيا په ګډون له نورو هېوادونو راوستل کيږي، چې ډېری غلامان له البانيا، نايجيريا، ويټنام او رومانيا څخه راوستل کيږي.

د برتانيا د جرمونو ادارې کورنيو چارو وزارت ته ويلي، چې يوازې تېر کال راهيسې ۷۴۴ تنه په پرديو هېوادونو کې پېرل شوي او برتانيا ته د غلامانو په توګه راوستل شوي دي.

د برتانيا پارلمان په دې اړه نوي بحثونو پيل کړي او له حکومته يې غوښتي، چې بايد داسې قانون جوړ شي، چې له مخې يې د غلامانو لرونکي افکار له منځه ولاړ شي او په دې ماډرنه زمانه کې دا ماډرنه غلامي ورکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x