خبرونهنړۍ

عراقي پوځ: په ۵۰ زره جعلي نومونو تنخواګانې اخیستل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د لومړي ځل لپاره د عراق صدر اعظم «حیدر العبادي» په رسمي توګه اعتراف وکړ چې په پوځ کې د فساد کچه اوج ته رسېدلې.

ولسي جرګې ته په وینا کې حیدر العبادي وویل چې د دفاع وزارت د تنخواګانو لیست کې ۵۰ زره تش په نامه عسکر ثبت دي.

نوموړي زیاته کړه چې د وزارت په اسنادو کې تر یوې میاشتې پلټنې وروسته معلومه شوه چې ۵۰ زره سرتيري په داسې حال کې میاشتنۍ تنخواګانې اخلي چې په کور ناست وي او دندې نه ترسره کوي.

حیدر العبادي وايي:

«ډیر د تاسف ځای دی، قرباني یو څوک ورکوي او تنخواګانې يې بل څوک اخلي، د کاغذ پر مخ د یوې عادي پلټننې په نتیجه کې مونږ ته دا خبره بربنډه شوه، که مونږ په عملي پلټنې لاس پورې کړو څه حال به وي، ډیرې نادرې او عجایب به ووینو».

عراقي لومړي وزیر اندیښنه څرګنده کړه چې په امنیتي ځواکونو کې فساد تر ټولو فسادونو خطرناک دی.

دا یوازې مالي فساد نه دی چې عراقي پوځ پرې تورن دی، یو شمیر امریکايي ورځپاڼو داسې انځورونه خپاره کړي چې په موصل ښار د اسلامي دولت د برید پر مهال د عراقي پوځ سرتیري خپلې عسکري دریشي په ملکي جامو بدلوي او په ډیر تلوار له پوځي اډو څخه پښې سپکوي.

د عراق پوځ په ۲۰۰۳ کال په دې هیواد له امریکايي یرغل څخه وروسته تاسیس شوی، او ویل کیږي چې د ملي روحیې پر بنسټ نه بلکې امریکایانو د قومي او سمتي ګروهې په روحیې روزلی دی.

په دې وروستیو کې عراقي پوځ د اسلامي دولت د بریدونو په وړاندې له پرلپسې ماتو سره مخامخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x