افغانستان

د سرپرستو وزيرانو مرستيالان سرپرست وزيران شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني او اجرايوي ريس عبدالله په خپله ګډه پرېکړه کې ګڼ شمېر سرپرست وزيران له دندو ګوښه کړل او پر ځای يې د هغوی مرستيالان سرپرست وزيران وټاکل.

اشرف غني دغه پرېکړه تېره شپه ناوخته د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وکړه، چې د نوموړي په ګډون اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله، د اشرف غني او اجرايوي ريس مرستيالانو او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په کې ګډون درلود.

اشرف غني د دغې غونډې په ترڅ کې ډېری سرپرست وزيران له دندو ګوښه او پر ځای يې د هغوی مرستيالان وټاکل او زياته يې کړه، چې ډېر لږ شمېر سرپرست وزيران به پر خپلو دندو پاتې وي، تر څو د لندن کنفرانس کې ګډون وکړي او د لندن له کنفرانسه وروسته به دغه وزيران هم خپلې دندې خپلو مرستيالانو ته پرېږدي.

څو ورځې داسې اوازې وې، چې د لندن له کنفرانسه وړاندې به يو د شمېر مهمو وزارتو مسؤولين اعلان شي، مګر اشرف غني په بېګانۍ غونډه کې وويل، چې کېدای شي، نوې کابينه تر راتلونکې يوې مياشتې پورې اعلان شي.

اشرف غني هوډ کړی، چې نوې کابينه کې بايد نوې څېرې رامنځته کړي؛ ځکه چې د کرزي د کابينې وزيران د خلکو او حکومت په تول پوره نه دي ختلي.

په ياده غونډه کې وويل شول، چې سرپرست وزيران يې د ولسي جرګې د غوښتنې له مخې له دندو لرې کړي دي.

تېره اوونۍ د ولسي جرګې ريس عبدالرؤوف ابراهيمي په خپلو خبرو کې وويل، چې ملي وحدت حکومت سر تر پايه ناقانونه دی؛ ځکه چې حکومت دوه مياشتې وخت لري، چې خپله کابينه جوړه کړي، مګر د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم حکومت د کابينې په جوړولو نه دی توانېدلی او له دې وروسته دسرپرستو وزيرانو له امله د ملي وحدت حکومت ناقانونه دی.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د ګډ حکومت دواړه مشران بايد د لندن له غونډې مخکې د کابينې مهم وزارتونه اعلان کړي او د سرپرستو وزيرانو حضور د لندن غونډه کې د ګډ حکومت باور ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.

ويل کيږي، چې نوې کابينه کې به ډېری وزيران نوي وي او اشرف غني فکر کوي، چې زاړه وزيران د خلکو او حکومت په تول پوره نه دي ختلي، نو له همدې امله غواړي د ګډ حکومت نوې کابينې لپاره نوې څېرې راميدان ته کړي.

د سياسي چارو څارونکي واي، چې د نوو وزيرانو ټاکل د خلکو درد نه شي دوا کولای، ځکه د نوې کابينې ډېری غړي به له لويديځو هېوادونو راځي او ولس به يې نه پيژني او اشرف هڅه کوي، چې له لويديځو هېوادونو د لوړو زده کړو لرونکي افغانان راولي، مګر دغه خلک به د افغانستان له اداري جوړښت، کلتور او د خلکو له کړو وړو سره نابلده وي او تر څو چې په کار پوهيږي، د ولس او حکومت ډېر وخت او پيسې به ضايع شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x