
بګرام کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان چاودنې پنځه بهرني عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): بګرام کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان چاودنه شوې ده.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، چې تېره شپه ناوخته د بګرام ولسوالۍ ګجرخېلو سيمه کې بهرني عسکر پر ګزمه راوتي وه، چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاوديده.
د قدوسي په وينا په ياده چاودنه کې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په نوموړې چاودنه کې د بهرنيو عسکرو يو ټانک ويجاړ شوی او پنځه بهرني عسکر په کې وژل شوي دي.