افغانستان

د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان کندهار ته سفر کړی

bismillah_khanدهيواد دكورنيو چارو وزير كندهار ولايت ته ديوه سفر په ترڅ كښي دكندهار دامنيتي چارواكو  وړتيا وستايلي.

دكورنيو چارو وزير ستر پاسوال  بسم الله محمدي سره په دې سفر كي د ولسي جرګي يو شمېر غړو او نورو لوړ رتبه امنتي چارواكو هم ملتيا كوله.

نوموړي په كندهار كي د ورستي وسلوال بريدونه د طالبانو د بدر په نوم د پيل سوو عملياتو يوه ناكامه هڅه ياده كړه

او وويل چي ددوي امنتي ارګانو وكولاي سواي چي د وسلوالو طالبانو د بريدونو په سمه توګه مخنيوي وكړي او د زياتي ملكي او نظامي مرګ ژوبلي رامنځ ته كېدو مخه يې ډب كړه.

هغه وويل چي وسلوالو طالبان غواړي چي ملكي خلګ د سپر په توګه وكاروي ،چي ښه بيلګه يې په كندهار كي د وسلوالو وروستي بريدونه دي.

نوموړي كندهار ته د خپل سفر پر مهال هغه پوليس چي په وروستيو جګړو كي يې برخه اخېستي وه په مډالونو، تقديرنامو او يوي فوالقلعده رتبه  باندي و وياړل.

ديادوني وړد ه چي دكورنيو چارو وزير او لوړ پوړي دولتي پلاوي  دپلازمېني كابل څخه په داسي حال كي كندهار ولايت ته سفر كوي چي د ولسي او مشرانو جرگواستازو دوي په دي تورن كړي وه چي گواكي دجگړي په وخت كي يې دخپلو سرتيرو دمرال لوړولو لپاره  هيڅ ډول هڅي نه دي كړي او بايد دجگړي په جريان كي  يې كندهار ولايت ته سفر كړي واي او حالت يې دنژدي څارلي واي خو د يادو دولتي چارواكو سفر يوازي د پوځي كرار ګاوو پوري محدود وه او د زيانمنو سوو سيمو څخه ييي د نژدي ليدنه ونه كړه .

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x