افغانستان

جان کیرې او راحیل شریف د افغانستان په مسایلو وغږېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره په امریکا کې د افغانستان په مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وایي چې راحل شریف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په وزیرستان کې د طالبانو د ځپلو حال ورکړ او جان کیري د افغانستان او پاکستان په ښه ګاونډیتوب خوښي څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان وروستۍ اړیکې ښې وبللې او ويې ویل چې دی د دې دواړو هېوادونو په دوستانه اړیکو خوښ دی.

جان کیرې د پاکستان له خوا له نورو هېوادونو سره داړیکو په سمون کې د مرستې سینه وډبوله او ويې ویل چې دوی يې پر دې برخه کې هر ډول ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې د افغانستان په اړه پخپلو کې څرګندونې کړې دي، چې د افغان حکومت دواړه مشران د واک پر وېش په لانجه اخته دي.

سره له دې چې د نوي حکومت له پیل سره د پاکستان د پوځ د مشر په ګډون پرلپسې درې لوړپوړي پاکستاني چارواکي کابل ته راغلل خو د شنونکو له نظره کومه مثبته اغېزه يې نه ده کړي.

پاکستان ته د اشرف غني د سفر اړوند ویل کېږي چې نوموړی پاکستان د داسې معاملې لپاره لاړ، چې تر ګټه يې تاوان خورا زیات دی.

د ګارډين د پرونۍ ګڼې په حواله اشرف غني د پاکستان د خوښۍ لپاره تر هغو پولو پښې اړولې دي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی يې منلو ته تیار نه و.

له انګلیستانه خپرېدونکې دا ورځپاڼه وايي چې اشرف غني د پاکستان د خوښۍ لپاره د «د سرحد اداره» په نامه د یو ګډ میکانیزم پر جوړښت هوکړه کړې چې غیر مستقیم د ډېورنډ د کرښې تایید دی.

پر دې سربېره يې د پاکستان لپاره د هند له لوري د افغان پوځیانو روزونه رد، خو د پاکستان له خوا يې ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x