
ولئ – رزین
شاعر: اسد الله رزین
ولئ په سريې ولئ دځوان زړوقاتلا
دانسانیت دښمنان د توروشپو قا تلان
دګولۍ خیال ساتئ درنه خطا نه سې
چې یې په یادوساتې او بل واررانه سي
سرفه پری وچې نه کړی دهدیروقاتلان
دانسانیت دښمنان د توروشپو قا تلان
نښه هیڅ مه پری نسئ دلیڅې وارښه ده
وچ يې په زړه لګیږي هغه پرهارښه ده
رحم پری وچې نه کړئ د اختروقا تلان
دانسانیت دښمنان د توروشپوقاتلان
هلئ بریدونه پیل کړئ له پنجوايې شرم ده
چې پرې لمبې بلیدې له هغه کوچنې شرم ده
په نمرودئ تعذیب کې وروستۍ سلګوقاتلان
دانسانیت دښمنان د توروشپوقا تلان
له هرې خواپرې راسئ ګورئ چې ونه تښتي
ددوی غیرت دغومره ګورئ چې ونه غورزي
په هرشئ ووهیه تورو اوچړو قاتلان
دانسانیت دښمنان د توروشپوقاتلان
دموکراسي راوړي له امریکا راغلي
ځمکې ته يې سم نه کتل له اروپاراغلي
(رزینه) خوند به وکړی مړه په دبو قاتلان
دانسانیت دښمنان د توروشپوقاتلان
رزین