افغانستان

د ګډ حکومت دواړه مشران اروپا ته روان شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرايوي ريس عبدالله د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اروپا ته روان شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني به د ورسره پلاوي په مشرۍ د لندن غونډه کې ګډون کوي، مګر نن به د بلجيم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي او سبا به د لندن غونډې ته ځان ورسوي.

اشرف غني به د لندن کنفرانس په ترڅ کې د برتانيا لومړي وزير ډيويډ کيمرون او نورو نړيوالو مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

اشرف غني سره په دغه سفر کې اجرايوي ريس عبدالله، د سترې محکمې سرپرست ريس عبدالرشيد راشد، د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر، د سولې شورا ريس صلاح الدين رباني، د بهرنيو چارو، ماليې او د ښځو د چارو سرپرست وزيرانو په ګډون د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزی هم ملګري دي.

د ګډ حکومت د مشرانو اوسنی سفر به څومره لاسته راوړنې ولري؟

د چارو څارونکي وايي، چې د ملي وحدت حکومت بايد د لندن له غونډې مخکې نوې کابينه اعلان کړې وای او د سرپرستو وزيرانو ګډون د ملي وحدت حکومت ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x