افغانستان

دهلمند ځینی چارواکي دنورو په ادارو کي فساد ویني خو پرخپلو باندي سترګي پټوي

helmand_provincial_officialsلښکرګاه (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۱): د هلمند ولايتي چارواکي په خپلو ادارو کې د فساد د شتون خبره کوي او وايي، چې که همداسې وي، نو د دولت او خلکو تر منځ به باور له منځه ولاړ شي. د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار د غويي پ۲۱ تمه خبري رسنیو ته وويل، چې په دولتي ادارو کې د فساد شتون د امنيت د راوستو او پرمختګ پر وړاندې ستر ګواښ دى.

هغه په ځانګړې توګه د ښاروالۍ پر مسوولينو او مامورينو تور ولګاوه، چې خپل ورسپارل شوي كارونه يې په سم ډول نه دي تر سره کړي او له امله يې زيات شمېر خلك امنيه قوماندانۍ او ولايت ته عارض شوي دي. انګار زياته کړه: ((زه به هم وروسته له دې د دې پوښتنه كوم، چې ولې دوى په سمه توګه خپله دنده نه ده ترسره كړې او ولې خلک له هغوى څخه ناراضه دي؟)) د نوموړي په وينا، امنيه قوماندانۍ ته داسې خلكو هم عريضې كړې، چې د كور اسناد يې په لاس كې وي، خو وايي، چې د ښاروالۍ د مسوولينو له خوا يې د ځمكې اسناد بل چاته وركړل شوي او دا د فساد يوه ښكاره بېلګه ده. انګار د ښاروالۍ د شورا له غړو غوښتنه وكړه، چې د ښاروالۍ ټول پلانونه او كارونه دې وڅاري، ترڅو په راتلونكي كې د فساد مخه ونيول شي. د دې ترڅنګ د هلمند د استناف محكمې رييس سيد حسين نجيبي هم وايي، چې له قضايي ارګانونو نيولي بيا د ولايت پر كچه په ټولو ادارو كې فساد شتون لري او له همدغه امله يې د دولت پلانونه او كارونه ټكني كړي دي. نوموړي زياته كړه، چې د نشه يي توکيو او امنيت د نه شتون ترڅنګ فساد د خلكو لپاره ستر سرخوږى او پر دولت يې خپل باور له لاسه وركړى دى. د ده په وينا، د دغه فساد او ظلم د مخنيو لپاره كلكه مبارزه په كار ده او حکومت ته لازمه ده، چې وړ كسان وګوماري او په دې جنګ ځپلي او بېچاره اولس دې زړه وسوځوي. نجيبي په كابل كي د اداري فساد د مخنيو په موخه د جوړې شوې اداري كارونه بې پايلې وبلل او ويې ويل، چې تر دغه مهاله دغې ادارې هم د فساد د مخنيوي په برخه كې كوم د پام وړ كار نه دى كړى. د لښکرګاه ښاريان هم د ښاروالۍ له کارونو ناخوښه دي او دغه اداره پر فساد تورنه بولي. د سردار ولي په نوم يوه مستري وویل، چې د ښاروالۍ د مامورينو له خوا يو شمېر وكيلان ګومارل شوي او له دوى څخه زياتې پيسې غواړي، وايي، چې په بدل كې يې بيا نوي دوكاونه تر لاسه كولاى شي. نوموړي غوښتنه وكړه، چې له دوى څخه دې يواځې د اوېز قانوني پيسې واخيستل شي. د لښكرګاه د غنمو د منډيۍ يوه هټۍ وال، چې د نوم له ښودلو يې ډډه كوله  وويل، وكيلانو ورته ويلي، چې كه ښاروالۍ ته پيسې ورنه كړئ د پخوانيو دوكانونو په بدل كې به نوي دوكانونه ښاروالۍ ورنه كړي. خو په دې اړه د لښكرګاه ښاروال حاجي داود د ځينو دولتي چاوراكيو ادعاوې د هغوى شخصي نظر بولي او وايي، چې ده په خپل دوه كلن ماموريت كې د پام وړ كارونه كړي دي او هېڅ ډول فساد د ښاروالۍ په كارونه كې نشته. د ده په وينا، هره كشفي اداره كولاى شي، چې د دوى كارونه له نږدې وڅېړي. نوموړي زياته كړه، چې د تېرو دوو كلونو پر مهال يې يواځې په ښار كې ۶۰كيلومتره سړكونه په پاخه اوساسي ډول جوړكړي او ترڅنګ يې دېته ورته نور فعاليتونه هم ترسره کړي دي.

خوشنونکي بیا  وایی دابی ځایه خبره ده چي قومندان امنیه دي دښاروالي اوښاروالي دي دامنیته قومندانئ په چاروکي فساد په ګوته کړي.

دلته ټولي اداري له فساده ډکي دي له ارګه څخه رانیولي بیا تروړوکي ماموریت  پوري هرچیري فساد دي.

دهلمند قومندان امنیه که وایی چي دلښکرګاه دښاروالي په اداره کي فساد دي، نو قومنداني کي هم په حساب دیرش کسه  عسکر نشته او معاشات د۳۰۰کسانو اخلي، چي دهري میاشتي په اخیر کي لویی پایڅي او څري څبلکي دبانکونو مخته  لیکه ولاړوي، داسي مالومیږي لکه دکوم چارسو څخه چي یی مزدوران راټول کړی وي.

تیره میاشت امریکایانو انديښنه څرګنده کړي وه چي افغاني چارواکو دپیسو دترلاسه کولو لپاره خیالي فوځ او پولیس جوړکړي دي په واقعیت کي هیڅ هم نشته.

نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x