هرات: د سپي غوښه پلورونکي نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د هرات پولیس وايي چې د دې ولایت په نو اباد سیمه کې يې داسې قصابان نیولي چې د سپي غوښه يې پلورله.

د هرات د امنیه قومنداني د امنیت امر وايي چې دوی دوه تنه قصابان په داسې حال کې چې له ځانوسره د سپو غوښه او پوستکي لېږدول نیولي دي.

د دوی په خبره دې قصابانو تر یونیم سلو هم ډېر سپي حلال کړي او په نو اباد کې يې په خلکو پلورلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په نواباد کې مېشتو پولیسو هم له دې قصابانو سره د غوښې قرارداد درلود، خو د له څو میاشتو وروسته يې ور پام شول چې دوی د سپي غوښي د پسونو په نامه پلوري.

د روان میلادي کال د پنځمې میاشتې په درېیمه هم په کندوز کې پولیسو یو تن د اس د غوښې د پلورلو په تور ونیو، چې د کندوز د امنیه قومندان ویاند رسنیوته وویل چې قصاب يې د اس د حلالولو په مهال نیولی دی.

تر هغه وړاندې هم په بلخ کې یو تن قصاب د امنیه قومنداني په پرسونلو نږدې څلور کاله د غره غوښه خوړلې وه، چې په جوزا کې د دې ولایت د پولیسو له لوري ونیول شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د