کابل: خلک د پولیسو له سختې پلټنې ځورېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په کابل ښار کې له وروستیو پرلپسې پراخو بریدونو سره جوخت په ښار کې د پولیسو پلټنې ډېرې شوې دي، چې عام وګړي او دولتي مامورین ترې شکایت کوي.

د ښار په نږدې هره څلورلارې کې د پلټنې په موخه پولیس ولاړ دي چې د موټر، کالیو او واسکټ پر پلټنې سربېره، کمپیوټر او موبایلې هم پلټل کېږي.

پر دې سربېره د ښار   په فضا کې چورلکې پرلپسې دورونه خوري، چې د ښاریانو اندېښنه لا ډېروي.

په ښار کې چې نږدې پنځه میلیونه تنه ژوند کوي او ډېره برخه يې د دولتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکي جوړوي د پولیسو له دې ډول چلنده ځورېږي او دا د وخت د ضایع کېدلو او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کارونو د ځنډولو لامل بولي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معینیت یو تن کارکوونکی وايي چې نن سهار پولیسو د نوموړي کمپیوټر، د کمپیوټر بکس او موبایل دومره وپلټل چې خپلې دندې ته یو نیم ساعته وروسته ښايي ورسېږي.

عبدالرحیم خروټی وايي چې پولیسو د میرویس میدان په بیلابېلو واټونو کې درولی او تر سختې پلټنې وروسته يې پرې اېښی دی.

د نوموړي په خبره د بریدونو د مخنیوي لپاره باید د کابل دروازې او لویې لارې وساتل شي، نه دا چې د ښار په منځ کې خلک له خپله ژونده زړه توري کړي.

کابل مېشتی سیاسي مبصر او لیکوال نظر محمد مطمئن هم ورته نظر لري د نوموړي په خبره که دا ډول پلټنې روانې وي نو بیا کابل ته د ښار پر ځای باید یوه «جنګي کلا» وویل شي.

هغه وايي: «که دغه ډول تلاشې روانه وې، بیا نو د کابل ښار ته سړی ښار نه شې ویلای، دا يوه جنګې قلعه ده، او باید حکومت اعلان وکړي چې خلک له خپلو کورونو څخه راونه وځې، ترکومه وخت پوري به حکومت د دومره درنو مصارفو توان ولري، بل داچې په دغه ډول کړنه يواځي د کابل ښار اوسیدونکو ته ستونزه جوړیږې، زه باوري یم چې د عام ولس تلاشې کول د امنیت ستونزه نه شي حل کولای.»

مطمئن وړاندې وايي چې دا ډول پلټنې د ماشومانو او مېرمنو په روحي حالت هم بې اغېزې نه شي پاتې کېدلی: «د طبې څيړنو د پوهانو له نظره ددغه ډول سختې تلاشې، د امنيتې چارواکو ډیروالی او دهغوئ وسله په لاس، ګوته په ماشه چلند تر ډیره بریده پر ماشومانو او میرمنو روحې فشار لرلای شي.»

په کابل ښار کې مېشت د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ کارکوونکی انجینر سمیع الله بیا وايي چې په کابل ښار کې بریدګر نه په عامه لارو راځي او نه د عامو خلکو په څېر په رڼا ورځ له وسلو سره په ښار کې ګرځي د نوموړي په خبره ټول بریدګر په دولت کې ښه لاس لري:«څوک چې برید ته راځي، هغه زموږ غوندې په شخصي موټرو کې نه راځي او نه هم د ورځې ښکاره ګرځي، دا ټول د دولتي چارواکو له خوا راوستل کېږي او تر ځایه رسول کېږي.»

په کابل ښار کې د وروستیو بریدونو له امله د کابل ولایت امنیه قومندان هم تېره ورځ له خپلې دندې استعفاء ورکړه چې شنونکي يې د افغان دولت په کمزوري سربېره د نوموړي له لوري د طالبانو په زور یو ډول اعتراف هم بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د