افغانستان

نیمروز: د حامد کرزي د فرمان پر اساس ۲۲ تنه جنايي بندیان خوشي شوي دي

nimroz_mapنن ټکی آسیا: تیره ورځ د افغان ولس مشر حامد کرزي په فرمان د نیمروز ولایت ۲۲ تنه بندیان خوشي او د ۷۳ نور په بند کي کموالی را منځته شو.

افغان ولس مشر حامد کرزي دغه فرمان د غويي په اتمه نیټه په افغانستان کي د مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزي په مناسبت صادر کړی دی.

د نیمروز والي عبد الکریم براهوي ویلي چی خوشي شویو کسانو دجنايی جرمونو له کبله په زندان کي شپی او ورځي تیرولي،

د نومړي په وینا دا وخت په نیمروز کي شاوخوا ۳۰۰ زندانیان چي اکثریت د جنايی جرمونو له کبله نیول شوي، بندیان دي.

د یادوني وړ ده چي نولس کاله مخکي د ۱۳۷۰ هجري شمسي کال دغویي په اتمه نیټه په افغانستان کي د شوروي اتحاد فوځونه د مجاهدینو د مقاومت او د جهاد په برکت دماتي سره مخ شوي وه، چي اوس دا ورځ په افغانستان کي د مجاهدینو د بري د ورځي په توګه لمانځل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x